د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۰۱

افغانستان

د کندهار چارواکي: پاکستان ته د پنبې د صادرولو ستونزه حل شوې

د کندهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مسؤلین وايي، پاکستان ته د افغانستان د پنبې د صادرولو ستونزه حل شوې ده.

د دغې خونې مرستیال فضل‎الحق مشکاني نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، پاکستان ویلي و چې د افغانستان پنبه دې له لابراتور وروسته، دغه هېواد ته راوړل شي.

د ده په خبره په‎دې اړه د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ډاډ ورکړی چې د هېواد په شمال او جنوب لوېدیځو ولایتونو کې یې د پنبې د محصولاتو د ارزونې لپاره مجهز لابراتوارونه نصب کړي دي.

د ښاغلي مشکاني په خبره پاکستان شااوخوا درې میاشتې د افغانستان د پنبې اخیستل ځنډولي و چې له امله‌یې په کندهار او هلمند ولایتونو کې شااوخوا ۴۰ زره ټنه پنبه ذخیره شوې وه چې دغه ځنډ د پنبې بیه په ۱۰۰ کې پنځوس راټیټې کړې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر افغانستان غونډه کوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې انځور

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې میلادي میاشتې په پای کې پر افغانستان غونډه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عرب اماراتو سفیرې لانا نسیبه پرون پنجشنبه په یوه کنفرانس کې وویل، دغه غونډه به د جون پر ۲۱مه نېټه جوړه شي.

متحده عرب امارات روانه میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي مشري کوي.

نسیبه وویل، امارات به د امنیت شورا د غړي او دوره يي مشر په توګه هڅه وکړي چې د افغانستان په اړه د هېوادونو همغږي لا پیاوړې شي.

دا چې په دې غونډه کې به دقیقاً پر کومو مسایلو خبرې وشي، زیات توضیحات نه دي ورکړل شوي، خو ممکن پر ښځو او نجونو د طالبانو پر محدودیتونو، بشري بحران او نورو مسایلو بحث وشي.

نن د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې سره مخ شوي

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ لوبډلو ترمنځ د یوې مخکینې لوبې انځور

نن د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې سره مخ شوي دي.

د لومړۍ یو ورځنۍ لوبې پچه افغانستان ګټلې او د توپ اچونې پرېکړې یې کړې ده.

دوی تمه ده چې دری یو ورځنۍ لوبې وکړي.

د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان حشمت الله شهیدي په یوه کنفرانس کې وویل چې ټیم یې د یادو لوبو لپاره پوره چمتووالی نیولی دی.

هغه ډاډ ښکاره کړ چې له سریلانکا سره به ښې لوبې وکړي.

په دې لوبه کې راشدخان حضور نه لري ځکه لږ څه ژوبل دی او ډاکترانو د استراحت سپارښتنه ورته کړې ده.

د افغانستان ختیځ کې د پولیو څلورمه پېښه هم ثبت شوه

د جلال اباد په ښار کې ښځینه واکسیناتورانې د واکسین د کمپاین پر مهال. May 15, 2023

په افغانستان کې پرون پنجشنبې د پولیو یوه بله پېښه ثبت شوه، چې دا په روان میلادي کال کې د ګوزڼ یا پولیو څلورمه پېښه ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، څلورمه پېښه د یوه څلور کلن ماشوم ده.

د ملګرو ملتونو یونېسف ادارې د پولیو برخې د عامه اړیکو مسوول سید کمال شاه د پوليو د تازه پېښې ثبتېدل تاييد کړي.

د سږ کال درې نورې پېښې هم په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ثبت شوي دي.

کابو دوې میاشتې پخوا د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د پولیو د مخنیوي په هدف تر پنځو کلونو کشرو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شو.

پولیو یا ګوزڼ هغه ناروغي ده چې له افغانستان او پاکستان پرته د نړۍ په نورو هېوادونو کې محوه شوې ده.

سږ کال د خیبرپښتونخوا په هنګو کې هم د پولیو یوه پېښه ثبت شوې ده.

اوچا: په افغانستان کې د ستراتېژۍ نشتوالي له طبيعي پېښو سره د مقابلې امکان کمزوری کړی

په لغمان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور. 26.08.2022

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره یا اوچا وايي، د سمې ستراتېژۍ نشتوالي په افغانستان کې له طبیعي پېښو سره د مقابلې امکان کمزوری کړی دی.

دې ادارې پرون پنجشنبې په یوه ټویټ کې ولیکل چې د درې لسیزې جګړې ترڅنګ، د طبیعي افتونو د خطرونو پر کمولو د کافي پانګونې نشتوالی سبب شوی چې د سېلابونو په شمول د طبیعي پېښو پر وړاندې د مقاومت په برخه کې افغانان له بد وضعیت سره مخامخ ووسي.

په وروستیو ورځو کې د لغمان، پکتیا، غور او دایکندي په شمول د افغانستان په لسو ولایتونو کې سېلابونه راغلل چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۱۳ تنه مړه او ۸ ژوبل شول.

د ايران ځانګړي استازي له طالبانو سره د اوبو پر حقابې خبرې کړي

د هلمند سیند

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان وايي، ځانګړي استازي یې له طالبانو سره د اوبو د حق په اړه ښې خبرې کړي دي.

عبداللهیان، په یوه ویډیو کې چې تازه ایرانیو رسنیو خپره کړې، د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کتنې ته په اشاره وايي، چې ښې نتیجې ترلاسه کوي او وروسته له دې چې د خبرو بعدونه څرګند شي، له نتیجو څخه به یې خلک خبر کړي.

د ایران د باندنیو چارو وزیر د قمي په قول ویلي، له طالبانو سره یې ښې خبرې کړي دي.

د ایران او طالبانو ترمنځ لفظي ناندرۍ وروسته له دې پیل شوې چې په وروستیو کې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي سیستان او بلوچستان ولایت ته د سفر په مهال طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د هلمند سیند اوبه دغه ولایت ته پرېږدي او که دا کار په یوه میاشت کې ونه‌کړي، بیا دې ګیله نه‌کوي.

له دې خبرداري وروسته د دواړو خواو سرحدي ځواکونو د افغانستان د نیمروز د کنګ ولسوالۍ او د ایران زابل ولسوالۍ ترمنځ په پوله کې نښتې وکړې.

طالبانو د افغانستان په تړاو د نړيوال بانک وروستی راپور وستایه

د طالبانو بیرغ

د طالبانو حکومت پرون پنجشنبې د افغانستان د اقتصاد په اړه د نړیوال بانک راپور وستایه او هغه یې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د حقیقت ښکارندوی وباله.

نړیوال بانک د سه‌شنبې په ورځ د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په خپل راپور کې وویل چې د ۲۰۲۲ په جولای کې په دغه هېواد کې انفلاسیون ۱۸ اعشاریه ۳ سلنه و او له هغه مهاله تر اوسه پورې مخ پر ځوړ دی.

د نړیوال بانک د راپور پر اساس، په ۲۰۲۳ کې انفلاسیون لا ټیټ شو، تر دې چې په فبرورۍ کې ۳ اعشاریه ۵ و خو په مارچ کې یو اعشاریه ۹۴ ته را ټیټ شو.

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملاعبدالغني برادر، د نړیوال بانک راپور د افغانستان د اقتصاد حقیقي انځور وباله، او ویې ویل چې د دوی حکومت کلک باور لري چې د نړیوالې ټولنې مثبت تعامل د افغانستان په لا زیات اقتصادي پرمختګ کې د پام وړ ونډه لرلی شي.

نوین‌الحق د انګلستان په 'ویټاليټي بلاسټ' سیالیو کې لومړۍ لوبه کوي

نوین‌الحق د ویټالیټي بلاسټ په سیالیو کې د درېیم ځل لپاره ګډون کوي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړی نوین‌الحق نن پنجشنبه د انګلستان په کورنیو شل اوریزو سیالیو 'ویټالیټي بلاسټ' کې لومړۍ لوبه کوي.

د نوین لوبډلې لېسټرشایر د نننۍ سیالۍ لپاره په اعلان شوې لوبډله کې نوموړی په خپل ۱۱کسیز نوملړ کې شامل کړی دی.

لیسټرشایر به نن د کابل پر وخت د شپې شاوخوا لس بجې له ډربي شایر سره سیالي وکړي.

نوین‌الحق د ویټالیټي بلاسټ په سیالیو کې د درېیم ځل لپاره ګډون کوي، هغه په لومړنیو دوه پړاونو کې ۵۰ لوبغاړي سوځولي وو.

سيما باهوس د افغانستان وضعیت په تړاو له يوه ترکي څېړونکي سره کتلي

د عکس ښي لور ته فریدون سینیرلي ​​​​​​​اوغلو او چپ لور ته سيما باهوس

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره سیما باهوس وایي، د افغانستان د وضعیت په اړه د یوې خپلواکې څېړنې له همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره یې کتلي او د هغه د دې مهم رول په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

مېرمن باهوس نن په یوه ټویټ کې وویل چې دوی دواړه له دې سره موافق و چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۶۷۹ م پرېکړه لیک له مخې دغه ماموریت به چې ده ته سپارل شوی، پر افغان ښځو او د هغوی پر حقونو ډېر متمرکز وي.

باهوس ویلي چې د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګه او جنسیتي متخصصان د هغه د ټیم ملاتړ ته ژمن دي.

فریدون سینیرلي اوغلو به چې د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر او له ۲۰۱۶ نه تر ۲۰۲۳ کال پورې یې په ملګرو ملتونو کې د ترکیې د دایمي استازي په توګه دنده ترسره کړې، د افغانستان په اړه خپله څېړنه د روان کال د دوبي تر پایه بشپړه کړي.

کرکټ؛ سبا د افغانستان او سريلانکا ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ پیلېږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځینې لوبغاړي

ټاکل شوې چې سبا جمعه د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې راشدخان د چهارشنبې په ورځ د تمریناتو پرمهال په ملا کې درد محسوس کړی او د سریلانکا پر وړاندې لومړیو دوه سیالیو کې نه لوبېږي.

د بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي، راشد خان ته ډاکترانو تر معایناتو وروسته ویلي چې تر یوې اوونۍ پورې باید ارام وکړي.

راشدخان له تېرو دوو میاشتو راهیسې په پرله‌پسې توګه د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل په سیالیو کې ۱۷ سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د درېیو یو ورځنیو لوبو دغه لړۍ به د جون میاشتې تر اوومې نېټې پورې دوام وکړي.

تر دې مخکې افغان لوبډلې له سریلانکا سره د ۲۰۲۲م کال په نومبر کې دوې لوبې وکړې چې یوه یوه مساوي شوې او درېیمه لوبه د باران له امله نه وه شوې.

د افغانانو په وژنه تورن اسټرالیايي سرتېري د درېیو ورځپاڼو پر وړاندې دعوه بایللې

ارشیف: په افغانستان کې اسټرالیايي سرتېري د مامومریت پر مهال



د اسټرالیا یوه تر ټولو ویاړل شوي ژوندي سرتېري نن پنجشنبه هغه دعوه وبایلله چې درې ورځپاڼې یې د خپل ځان په بدنامولو تورنې کړې وې.

دغو ورځپاڼو په خپلو راپورونو کې د اسټرالیایي ځانګړیو ځواکونو پخوانی سرتېری ۴۴ کلن بین رابرټز سمیټ تورن کړی و چې په افغانستان کې د پوځې ماموریت د ترسره کولو پر مهال یې په ناقانونه توګه د شپږو افغانانو په وژلو کې لاس درلود.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په سیډني کې د فدرالي محکمې قاضي انټوني بیسانکو وویل، دغو درېیو ورځپاڼو ثابته کړه چې د دوی راپورونه د بدنامۍ د ډېری تورونو په اړه چې سمیټ یې په اړه شکایت کړی، رښتیني دي.

نوموړي پر سیډني مارنینګ هرالډ، ایج او کانبیرا ټایمز ورځپاڼو دعوه کړې وه چې نوموړی یې یو داسې کس انځور کړی چې په افغانستان کې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ د پوځي دندې د ترسره کولو په مهال یې د جګړې اخلاقي او قانوني اصول تر پښو لاندې کړي دي.

بین رابرټز سمیټ ته په افغانستان کې د ښه خدمت په خاطر د ویکتوریا صلیب په نوم د اسټرالیا تر ټولو لوړ پوځي مډال هم ورکړل شوی دی.

د نوموړي ترڅنګ د اسټرالیا په لسګونه نور سرتېري هم په افغانستان کې په جنګي جنایتونو تورن شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG