د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

کروندګر: په کندهار کې د پنبې کښت ډېر خو د خرڅلاو بازار یې نه شته


په کندهار کې د پنبې کرکېله
په کندهار کې د پنبې کرکېله

کندهار کې سږکال د پنبې زیات کښتونه شوي خو مناسب بازار نه لري.

په کندهار کې سږکال ډېره پنبه کرل شوې خو کروندګر د مناسب بازار د نشتونه شکایت کوي.

د پنبې یو کروندګر عنایت الله پر خپله ځمکه له کلونو راهیسې پنبه کري.

په کندهار کې د پنبې کښت زیات خو بازار نه لري
په کندهار کې د پنبې کښت زیات خو بازار نه لري

دی وايي تېر کال يې له خپلي ۱۳ جریبه ځمکې ۲۶ خرواره پنبه ټوله کړې او په ښه قیمت يې پېرلې ده خو سږکال يې په حاصل او بیه کې کموالی راغلی دی.

عنایت الله وایي:" تقریباً دا ځمکه ۱۳ جریبه ده، پروسږکال يي ۲۶ خرواره پنبه وکړه خو سږکال به چې زیاته وکړي ۲۱ خرواره به شي، څه ناڅه مرضونه يي هم کړي دي او مصرف يي یو په دوه لوړ شوی دی."

د علي احمد او عبدالکریم په نومونو د کندهار د دامان ولسوالۍ دوه کروندګر وايي، په سیمه کې يې اوبه لږ دي، د زراعتي محصولاتو لپاره‌ يې مناسب بازار نه شته.

علي احمد وایي:" سږ کال یې ښه حاصلات کړي خو نرخونه یې کم دي ، پروسږ کال یو من په اته سوه پاکستاني کالداري و خو سږکال په پنځه او شپږ سوه پلورل کیږي."

عبدالکریم بیا وایي:" دا خو ښه کښت دی خو باید بیه پیدا کړي، که بیه پیدا نه کړي موږ بېرته د تاریاکو پر خوا مخه کوو."

کروندګر وایي که یې پنبه ښه بازار پیدا نه کړي د کوکنارو کښت ته به مخه کړي
کروندګر وایي که یې پنبه ښه بازار پیدا نه کړي د کوکنارو کښت ته به مخه کړي

په کندهار کې د طالبانو د حکومت د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مسؤلان وایي، سږکال پر شااوخوا ۷۰۰ هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې چې د نورو کلونو پرتله زیاته ده.

د کندهار د کرنې ریاست د بدیل معیشت پروګرام مدیر حاجي عبدالغفور وايي د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت پروګرامونه لري خو د بودیجې د نشوالي له امله اوس دا پروګرام په ټپه ولاړ دی.

نوموړی زیاتوي:" تقریباً سږکال له ۵ تر ۷ سوه هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې چې د پرو سږکال څخه زیاته ده، یو لامل یې دا دی چې سږکال د وچکالۍ په سبب ډېره پنبه کرل شوې ځکه پنبه لږ اوبو ته اړتیا لري."

پنبه، زعفران ، الویرا او پسته د کوکنارو بدیل کښتونه دي چې تېر حکومت د نړیوالي ټولنې په مرسته د ملیونونو ډالرو په لګښت د بدیل معیشت د پروګرام په نوم عملي کړل خو لا هم افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په لیست کې دی چې د کوکنارو کښت، تولید او قاچاق په‎ کې ډېر دی.

دی وايي تېر کال يې له خپلي ۱۳ جریبه ځمکې ۲۶ خرواره پنبه ټوله کړې او په ښه قیمت يې پېرلې ده خو سږکال يې په حاصل او بیه کې کموالی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG