په دې وروستیو کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د ورښتونو په نتیجه کې سېلابونه راووتل چې خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.
له بلې خوا د افغانستان په اکثرو سیمو کې چې وچکالي زیاته ده او تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه ورځ تربلې ټیټېږي.
په دې سیمو کې اکثره بزګر د خپلو ځمکو د خړوبولو لپاره برمې وهي چې دې کار هم د مځکې د تل د اوبو زېرمې ټیټې کړې دي.
نوریاس نوري په دې اړه د چاپېریالي مسایلو له متخصص عبدالولي مدقق سره مرکه کړې ده او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې ولې په دې وروستیو کې د افغانستان په اکثرو سیمو کې ناڅاپه سېلابونه راووتل، ایا علت یې اقلیمي بدلون دی که بل څه؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5