لوګر کې سېلابونو لسګونه ښوونځي زیانمن کړي

لوګر کې د سېلاب له امله یو زیانمن شوی ښوونځی.

په لوګر کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له کبله د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۴ ښوونځیو ودانۍ زیانمنې شوي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د یادو ودانیو په زیانمنېدو سره په دې ولایت کې د ۱۲ زر زده کوونکو ښوونیز بهیر له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب نن شنبه د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، یاد ښوونځي په مرکز پل علم، برکي برک، څرخ، محمداغې، خروار، ازرې او خوښۍ ولسوالیو کې زیانمن شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: "په لوګر کې وروستیو بارانونو او سېلابونو د ۲۴ ښوونځیو ودانۍ زیانمنې کړي، چې له دې کبله د ۱۲ زره زده کوونکو ښوونیز بهیر له ستونزو سره مخامخ شوی دی."

د لوګر د پوهنې ریاست چارواکو له ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې، چې د یادو ښوونځیو په بیارغونه کې ورسره مرسته وکړي.

دغه راز وروستیو سېلابونو په لوګر کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله هم اړولې چې سېلاب ځپلو د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.