که څه هم طالبان وايي چې سېلاب ځپلو ته شوې مرستې په شفاف ډول وېشي، خو د سېلاب ځپلو سیمو ځینو اوسېدونکو شکایت کړی، چې د مرستو ډېره برخه اړو کسانو ته نه رسېږي.
پرون هم د طالبانو ځینو پلوي کسانو په ټویټر کې لیکلي وو، چې د دغه ولایت سېلاب ځپلیو ته ورغلې مرستې والي ته د نږدې کسانو له خوا پلورل شوي دي.
د طالبانو چارواکو د دغه تور په باب څه نه دي ویلي، خو دا ډول شکایتونه د افغانستان له نورو برخو له دې جملې له زلزله ځپلې پکتیکا هم رارسېدلي دي.
زموږ همکار صالح محمد صالح، د قمر بنسټ له مشر رحمت الله نوروز نه د مرکې په پیل کې پوښتنه وکړه: د دې لپاره چې مرستې اړو کسانوته رسېږي، کوم ټکي په پام کې ونیول شي؟
د ښاغلي رحمت الله نوروز مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5