افغانستان کې سېلابونه؛ ۷ کسان مړه شوي او يو شمېر ولايتونو کې لويې لارې تړل شوي

په ننګرهار کې ولايت راوتلي سېلابونه - ارشيف

په افغانستان کې د تېرې شپې د سېلابونو له امله ۷ کسه مړه شوي، د کابل او یو شمېر ولایتونو ترمنځ لویې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.

د طالبانو حکومت له طبيعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د قربانیانو دغه شمېر د بدلېدو په حال کې دی.

دغه وزارت په دغو ۷ ولایتونو کې د مالي او ځاني تلفاتو په تړاو ورستي ارقام نه‌لري.

د طالبانو حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، تېره شپه د افغانستان په ۷ ولایتونو کې سېلابونه راغلي.

که څه هم دغه وزارت د یادو سېلابونو له امله د مالي او ځاني تلفاتو په اړه وروستي معلومات نه ورکوي خو د ۷ کسانو د مړه کېدو خبره یې تأیید کړې چې په وینا په مړه شویو کسانو کې ماشومان او میرمنې هم شاملې دي.

په دې اړه نور: د هوا پېژندنې ادارې په ۱۹ ولايتونو کې د ورښتونو او سېلابونو وړاندوينه کړې

ددې وزارت مرستیال شرف الدین مسلم د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، سېلابونه په پکتیا، لوګر، غزني، میدان وردګ، پروان او کاپیسا ولایتونو کې راوتلي دي چې په دغو ولایتونو کې يې د تګ راتګ پر مخ لارې هم تړلي دي.

نوموړی وايی، اوس مهال یوازې د غزني او کابل لاره پرانیستل شوې او د نور لارو لپاره هم هڅې روانې دي.

نوموړی وايي: "د میدان وردګو ولایت د جلریز په ولسوالۍ کې یوه ښځه له دو ماشومانو سره شهیدان شوي، د پکتیا په لاره کې په یو موټر کې دوه ماشومان، مېرمن او خاوند یې شهیدان شوي دي، د مالي تلفاتو په اړه تر اوسه دقیق شمېر نه دی وړاندې شوی."

سېلابونو په ډېری ولايتونو کې کرنيزې ځمکې هم ويجاړې کړي دي.

له بلې خوا د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ اوسیدونکی محمد یاسین وايي، تېره شپه په ګیان ولسوالۍ کې سېلابونه او سخت بارانونه شوي دي.

نوموړي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته د تېرې شپې د سېلابونو د زیانونو په اړه وویل: "شاوخوا ۲۵ سلنه کرنیزې ځمکې اوبو وړي او هغه ځمکو کې چې جوار کرل شوي وي هغه هم ټولې ویجاړې شوي، په دغه سیمه کې له دې وړاندې زلزله شوې و او ټوله سیمه یې ویجاړه کړې و، اوس چې سېلابونه راغلي د کورنو تر څنګ يې کرنیزې ځمکې هم برباد کړې."

میدان وردګ بیا هغه ولایت دی چې د ورستیو سېلابونو له امله په‌کې ۳ کسه مړه شوي او ددغه ولایت نه بامیانو ته تللې لاره هم تړل شوې.

د طالبانو حکومت څو ورځې مخکې له نړيوالو غوښتي وو چې له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس صفي الله راید د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د وروستیو سېلابونو له امله د میدان وردګو په جلریز، سید اباد، تنګي دره، چک او عربو په سیمو کې زیاتې کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي.

خو د طالبانو حکومت له طبعې پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، چې د ورښتونو، سېلابونو او د کانونو د راښویدنې له امله د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد میاشتې نه تر دا مهاله ۴۸۰ کسان مړه شوي او ۶۸۵ نور ټپیان شوې دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه موده کې شاوخوا ۶ زره کورنه ویجاړ شوي.

له دې ټولو سره د سرطان په میاشت کې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې زورورې زلزې له ۱۰۰۰ زیات کسان مړه او له درینم زرو زیات یې ټپیان کړه.