په کابل کې چین سفارت افغان سوداګرو ته د ویزې ورکولو بهیر پیل کړی

د چین بیرغ

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، افغان سوداګرو ته د چین د ویزو ورکړه پیل شوې او په نورمال ډول روانه ده.

د دې خونې سرپرست یونس مهمند نن ازادۍ راډیو ته وویل، افغان سوداګرو ته د لا ډېرو ویزو ترلاسه کولو لپاره د هغوی اسناد راټول شوي او د پروسس په حال کې دي.

خو مهمند دا ونه ویل چې تر اوسه څو تنو افغان سوداګرو ته د چین ویزې ورکړل شوي دي.

څو ورځې مخکی د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې وویل، افغان سوداګرو ته د چین ویزو د وېش لړۍ به د روان میلادي کال د اګست میاشتې په لومړیو کې پیل شي.

وړاندې له دې افغان سوداګرو څو ځلې د چین د ویزو د اخستو په برخه کې له خنډونو او ستونزو شکایت کړی و.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو پر بنسټ، جلغوزي، وچه مېوه، قیمتي ډبرې او زعفران هغه توکي دي چې افغان سوداګر یې چین ته صادروي او هلته ښه بازار لري.