د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۱

افغانستان

چين له راتلونکې دوشنبې افغانانو ته د ويزو د ورکړې خبر ورکړ

يو شمېر افغانان چې ويزو ته انتظار باسي - ارشيف
يو شمېر افغانان چې ويزو ته انتظار باسي - ارشيف

د چین د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې سر له دوشنبې به افغانانو ته ویزه ورکوي او پر اته نوي فیصده افغان صادراتو به مالیه نه اخلي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې راغلې دي چې د بهرنیو چارو وزیر وانګ اي دا پرېکړه وروسته تر دې وکړه چې پرون یې په ازبکستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره خبرې وکړې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په ورته وخت کې پر لویدیځ غږ کړی دی چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

چین تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د تاجکستان او افغانستان پر پوله نښته شوې

له افغانستان سره د تاجکستان سرحدي سیمه-ارشیف
له افغانستان سره د تاجکستان سرحدي سیمه-ارشیف

د تاجکستان سرحدي ځواکونو نن وویل چې د افغانستان له سرحد سره یې د یوې نښتې پرمهال دوه افسران وژل شوې دي.

د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمیټې د سرحدي ځواکونو په اعلامیه کې راغلې دي چې دا پيښه د چهارشنبې په ماسپښن د شمس الدین شاهین په ولسوالي کې رامنځته شوه.

تاجک چارواکي وایي، په دې نښته کې درې برید کوونکي هم وژل شوې دي او درې ماشیندار، درې ټوپک، لس لاسي بمونه، د شپې لیدو لپاره یوه دستګاه او یوشمیر مهمات له برید کوونکو څخه نیول شوې دي.

د تاجکستان سرحدي ځواکونو افغان طالبان تورن کړل چې د سیمې د ثبات او د ترهګرو او قاچاق وړونکو د مخنیوي لپاره یې خپلې ژمنې نه دې ترسره کړي.

د افغانستان او زیمبابوې تر ۱۹ کلنو د لږه عمره کرکټ لوبډلو مسابقه

ارشیف
ارشیف

نن د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله د زیمبابوې له نولس کلنو کم عمره کرکټ ټیم سره مسابقه کوي.

دا د پنځوس اورونو لوبه په پلازمینې هرارې کې ترسره کیږي.

په دې لړۍ کې د افغانستان او زیمبابوې ترڅنګ د پاکستان تر نولس کلنو کم عمره لوبډلې برخه اخیستې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ څرګندوي چې د افغان لوبډلې دوهمه لوبه به د شنبې په ورځ له پاکستان سره وي.

یو.ان.هبیتات: فرا ښار پنځه برابره پراخ شوی دی، ایا پرمختګ یې بللی شو؟

د فراه ښار یوه څنډه، ارشیف
د فراه ښار یوه څنډه، ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري میشتیدنې پروګرام ( یو.ان.هبیتات) وایي، فرا ښار تېرو ۲۴ کلونو کې پنځه برابره پراخ شوی دی.

دغې اداره پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دغه پرخوالی ممکن یو پرمختګ وي.

دوی ویلي، دا ډول پراخوالی هغه مهال یو پرمختګ ګڼل کیږي چې د ښاري پلان او ځېرکې پانګونې له مخې شوی وي.

دوی ویلي، د ښارونو پلان شوی پراخوالی خلکو ته ښه خدمتونه برابروي او د خلکو لپاره د هستوګنې ښه زمینه برابروي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ښارونو پر غیر پلاني پراختیا باندې تل نیوکې کیږي.

د ښار جوړونې کارپوهان وایي، د افغانستان په اکثرو ښارونو کې معیاري کانالایزیسیون، سړکونه، پارکونه او د ژوند نورې اسانتیاوې له پامه غورځول کیږي.

د ازبکستان د کرکټ بورډ مشر کابل ته تللی

د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي ریيس ميرويس اشرف
د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي ریيس ميرويس اشرف

د ازبکستان د کرکټ بورډ (ACB) رییس عزیز مهیلیوف او ورسره پلاوي د کابل د سفر په ترڅ کې د افغانستان له کرکټ بورډ (ACB) سره د ریفریانو لپاره په جوړ شوي کورس کې برخه واخیسته.

دا کورس دوه ورځنی دی چې کابل و تاشکند په ګډه جوړ کړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ چهارشنبه( ډسمبر ۲۴ مه) په یوه بیان کې وویل چې له ښاغلي مهیلیوف سره په دې سفر کې د ازبکستان د کرکټ یوشمیر لوبغاړي هم مله دي.

د بیان له مخي ښاغلي مهیلیوف د افغانستان د کرکټ بورډ له مشر میرویس اشرف سره د کتنې پرمهال د ګډې تخنیکي او مسلکي همکارۍ پر پراختیا خبرې وکړې.

مخکې له دې، د افغانستان او ازبکستان کرکټ بورډونو د دسمبر په لومړۍ نیټه په تاشکند کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او د کرکټ د پراختیا لپاره دوه اړخیز تړون لاسلیک کړی وو.

یو شمیر افغان متقاعدینو خپل تقاعد ترلاسه کړ

د افغانستان مالیه وزارت
د افغانستان مالیه وزارت

طالبانو یوشمیر متقاعدینو ته د تقاعد پیسې ورکړې ، خو ځیني متقاعدینو د چهارشنبې په ورځ شکایت وکړ چې دوی ته یې لږې پیسې ورکړې دي.

د طالبانو د مالې وزارت د ویاند عبدالقیوم ناصر په وینا تر اوسه یولس زره کسان د تقاعد وړ پیژندل شوې دي چې ځینو ته یې د هغوی د میاشتني معاش له مخې تقاعد ورکړل شوی دی.

د اټکل له مخې په افغانستان کې شاوخوا یو نیم لک متقاعدین شته. دغو کسانو ته د تیرو څه باندې څلورو کلونو په ترڅ کې چې طالبان واکمنان شوې دي، تقاعد نه ورکول کیده. دوی د تقاعد د ترلاسه کولو لپاره په کابل او یوشمیر نورو ښارونو کې بیا بیا سوله ییز لاریونه وکړل، چې بالاخره د طالبانو حکومت سږکال پریکړه وکړه چې یوه ځانګړې محکمه به دا وڅیړي چې څوک د تقاعد د پیسو د اخیستو مستحق دی.

په افغانستان کې هغه کسان د تقاعد وړ بلل کیږي چې پنځه شپیته کلن شوي یا یې څلویښت کاله کار کړی ، خو د طالبانو په حکومت کې د تقاعد سیستم له منځه تللی او د مامورینو له معاشونو د تقاعد پیسې نه ګرځول کیږي.

په افغانستان کې په سلګونو روغتیایي مرکزونه تړل شوي

ارشیف
ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د دوه زره پنځه ویشتم کال په ترڅ کې څلور سوه پنځه څلویښت روغتیایي مرکزونه یا بند شوي یا یې فعالیتونه ځنډول شوې دي.

د دغه سازمان په وینا له دې ډلې یو نوی مرکزونو بیرته بودیجه ترلاسه کړې او فعاله شوې دي.

د دوه زره پنځه ویشتم کال په ترڅ کې په اغیزمن شویو صحي مرکزونو کې، ګرځنده ټیمونه، د تغذیې ډلې، اساسي او فرعي صحي مراکز او کورني روغتیایي مرکزونه شامل دي چې د نړیوالو په مرسته چلیږي.

افغانستان ته د روان کال له پیله تر اوسه د راپورونو له مخې شاوخوا دوه نیم میلیونه کډوال له ایران او پاکستانه ستانه شوې چې له دې سره پر روغتیایي برخې فشارونه نور هم زیات شوې دي.

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمشنیري په دریو ولایتونو کې روغتیايي مرکزونه جوړوي

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنیري(UNHCR) وايي چې په کندهار، کونړ او دایکندي ولایتونو کې به درې روغتیایي مرکزونه جوړ کړي.

د ملګرو ملتونو دغې بنسټ پرون سه شنبې پر خپله ایکس پاڼه په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دا پروژه به د درې میلیونو ډالرو په لګښت په دوه کلونو کې بشپړه شي.

د UNHCR په خبره، د دې پروژې لګښت د افغانستان د بشرپالنې صندوق له بودجې څخه تمویلیږي.

د اعلامیې له مخې، د کونړ روغتیايي مرکز به شاوخوا ۱۵۰ زرو، د کندهار به ۴۵ زرو او د دایکندي روغتیايي مرکز به ۲۴۰ زرو کسانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو د دغې بنسټ په خبره، د دغه روغتیايي مرکزونو له ډیرو خدمتونو به راستانه شوي کډوال ګټه پورته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې په میلیونو افغان کډوال له ایران او پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه کړای شوي دي.

«د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ تګ راتګ کوونکي باید د پولیو واکسین وکړي»

«له پولیو پاک افغانستان» خبرداری ورکړی چې ټول کسان چې د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ تګ راتګ کوي، باید د پولیو پر ضد واکسین شي.

یاد بنسټ نن (سې شنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پولیو واکسین باید د هر عمر کسانو ته د افغانستان د داخلېدو او وتلو پر مهال په سرحدي دروازو کې ورکړل شي.

تر دې وړاندې هم دې بنسټ ټینګار کړی و چې له پاکستان څخه راستنېدونکي ماشومان باید د پولو پر ضد واکسین شي، څو د پولیو ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

راپورونه وايي چې سږ کال په پاکستان کې د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شوې دي، چې له امله یې د پولې دواړو غاړو ته د ویروس د لېږد او د عامې روغتیا د خطرونو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

افغانستان هم سږ کال د پولیو دوې مثبتې پېښې ثبت کړي دي، چې یوه په بادغیس او بله په هلمند ولایت کې وه. دا موضوع ښيي، سره له دې چې د واکسین پراخ کمپاینونه روان دي، خو دا ناروغي لا هم په بشپړ ډول له منځه نه ده تللې.

هند وايي، د افغانستان د درملو اړتیاوې د اوږدې مودې لپاره پوره کوي

د هند د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د روغتیا وزیر د ډیلي د سفر له پای ته رسېدو یوه ورځ وروسته اعلان وکړ چې هند به د افغانستان د درملو اړتیاوې په اوږدمهاله ډول پوره کړي.

دغه اقدام د دې لپاره شوی، څو پر پاکستان د افغانستان د درملو د وارداتو اتکا کمه شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت پرون (دوشنبې) په یوه خبرپاڼه کې د هند او افغانستان د روغتیا وزارتونو ترمنځ د یوې ګډې کاري ډلې د جوړېدو خبر هم ورکړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې هندي چارواکو د بشري مرستو د دوام او له طالبانو تر ادارې لاندې له افغانستان سره د روغتیايي همکاریو د پراخولو پر خپلې ژمنې ټینګار کړی دی.

څه باندې ۱۴۰ افغانان له اسلام اباده جرمني ته ورسېدل

له اسلام اباده جرمني ته د افغانانو د انتقال پروسه
له اسلام اباده جرمني ته د افغانانو د انتقال پروسه

د جرمني حکومت لخوا تنظیم شوې چارټر الوتنې د دوشنبې په ورځ ۱۴۱ افغان وګړي جرمني ته ورسول.

د جرمني خبري اژانس ډي پي اې په وينا، د جرمني د کورنيو چارو وزارت وياند تاييد کړه چې الوتکه په هانوور کې ښکته شوه.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دوی ته د جرمني له خوا د پناه ژمنه ورکړل شوې وه. دوی به د جرمني په مختلفو ایالتونو مېشت کړای شي.

پاکستان د جرمني حکومت ته د دې کال تر پایه پورې وخت ورکړی چې د دې خلکو د منلو پروسه بشپړه کړي. که نه نو، چارواکو وویل، دوی به افغانستان ته واستول شي. په هرصورت، د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ پوله اوس مهال په لویه کچه تړل شوې ده.

شاوخوا ۶۵۰ افغان اتباع چې مخکې یې د داخلې ژمنې ترلاسه کړې وې، په دې وروستیو کې د جرمني فدرالي حکومت څخه وروستی منفي ځواب ترلاسه کړ؛ مګر دوی ته وړاندیز شوی و چې افغانستان یا بل کوربه هیواد ته د ستنیدو لپاره پیسې او مالي مرستې ورکوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG