طالبان سوالګرو ته د کار زمینه برابروي

ارشیف: په کابل کې یو سوالګر

د طالبانو حکومت وایي،له کابل ښاره ټول سوالګر راټولوي.

د هغې خبرپاڼې له مخې چې د طالبانو د ریس الوزرا د لومړي معاونیت له دفتره خپره شوې، د طالبانو د مشر مولوي هیبت الله اخوندزاده د حکم له مخې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ته دنده سپارل شوې چې د نورو ارګانونو په ملتیا په کابل کې ټول سوالګر راټول کړي او د ستونزو پر هواري یې ژر کار پیل کړي.

د خبرپاڼې له مخې هغه سوالګر به چې کسب یې زده وي، ورته د کار زمینه برابره شي او د سوالګرو له سرپرستانو به تعهد اخیستل کېږي چې په راتلونکي کې به سوال نه کوي.

دغه راز ویل شوي، سوالګرو ماشومانو ته به د زده کړې امکانات برابرېږي او هغوی چې په رښتیا ډېر غریب دي او کوم کار نه شي کولای ورته معاش ورکول کېږي.

په کابل کې د سوالګرو کره شمېره نه ده معلومه خو هره ورځ په لارو او سړکونو کې ډېر کسان لیدل کېږي چې سوال کوي.

د طالبانو حکومت له کابل ښاره د سوالګرو د راټولولو لپاره دغه اقدام داسې مهال کوي چې ویل کېږي په افغانستان کې ناوړه اقتصادي وضعیت یو شمېر کسان اړ کړي څو سوال ته مخه کړي.