طالبانو د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو نوي ارقام خپاره کړل

ارشیف: په شمال کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو بهیر

تېره اوونۍ افغانستان ته د اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۲ زره ۲ سوه ۵۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د طالبانو حکومت د افغانستان د اوسپنې پټلۍ، ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد انتقالات د حیرتان، اقینې او تور غونډې بندرونو نه شوي دي.

د دې ادارې د معلومات له مخې، له حیرتان نه ۳۱۷۲۲ ټنه، د آقینې بندر نه ۷۵۸۹ ټنه او تورغونډۍ بندر نه ۸۹۱۸ ټنه واردات چې ټول ۴۸۲۲۹ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد شوي دي.

یادې ادارې، دغه شان ویلي، چې تېره اوونۍ کې ټولټال له افغانستانه ۴۰۲۶ ټنه صادرات هم شوي چې لویه برخه یې ممیز دي.

د معلوماتو پر بنسټ، دغه صادارات ترکمنستان او ازبکستان ته شوي دي.