د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۱

افغانستان

پسرلی: د افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي توکو انتقالات پیلېږي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، په نېږدې راتلونکي کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانزیټي توکو انتقالات پیلېږي.

د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل، په دې اړه د دواړو حکومتونو د سوداګرېزو پلاویو ترمنځ خبرې اترې هم شوي دي.

ښاغلی پسرلی وایي، افغانستان د ازبکستان د ریل‎پټلۍ له لارې خپل سوداګرېز توکي چین او د منځني اسیا هېوادنو ته ټرانزیټ کوي.

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت په دې وروستیو کې ازبکستان ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال له هغه هېواد سره په بېلابېلو برخو ۲۰ تفاهم‎لیکونه لاسلیک کړل.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د کابل ـ کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښه کې ۵ کسه مړه او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي

افغانستان کې دیوې ورته ترافیکي پیښې انځور ، ارشیف
افغانستان کې دیوې ورته ترافیکي پیښې انځور ، ارشیف

د کابل ـ کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسه مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا پیښه نن سهار د کندهار د دامان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دیوه مسافر وړونکي بس اویوې بار وړونکې لارۍ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

چارواکي وايي ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.

د پېښې اصلي لامل تراوسه نه دی څرګند خو افغانستان کې اکثر ترافیکي پیښې د سړکونو د خرابوالي ، د موټر چلونکو له بې احتیاطي او د ترافیکي مقرراتو له نه مراعت کولو څخه رامینځ ته کیږي.

د خبریالانو د ساتنې کمیټه (CPJ) په افغانستان کې د بي بي سي په خپرونو د بندیز د لیرې کیدو غوښتنه کوي

د بي بي سي لوګو
د بي بي سي لوګو

د خبریالانو د ساتنې کمیټه (CPJ) وايي په افغانستان کې د بي بي سي د ایف ایم خپرونو ځنډول، مستقلو معلوماتو ته د افغانانو لاسرسی محدودوي.

په اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د یادې کمیټې استازي ولي الله رحماني ددغې پریکړې د لغوه کیدلو او په خپلواکو رسنیو د محدودیت دلیرې کیدو غوښتنه کړې.

د طالبانو حکومت د سه شنبې په ورځ په افغانستان کې د بی بی سي د اف ام خپرونو ځنډول تایید کړل او لامل یې "پرله پسې سرغړونې" وبللې.

بي بي سي ویلي چې د ستونزې د حل لپاره له واکمنو چارواکو سره خبرې کوي.

بي بي سي په برتانیه کې یو رسنیز سازمان دی چې د خبرونو ترڅنګ ، مستندې ، تعلیمي او تفریحي خپرونې هم لري او خپل مطالب د راډیو ، ټلویزیون او ډیجیټال پلتفورمونو له لارې د پښتو او دري په شمول په بیلابیلو ژبو خپروي.

د اروپايي اتحادیې استازي کابل کې چارواکو سره د بشري حقوقو د وضعیت په اړه خبرې کړي

بروکسل کې د اروپايي کومیسیون د دفتر مخې ته د اروپايي اتحادیې د بیرغ انځور
بروکسل کې د اروپايي کومیسیون د دفتر مخې ته د اروپايي اتحادیې د بیرغ انځور

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس فریلیسن طالب چارواکو سره د لیدو کتو پر مهال پر نجونو او ښځو د محدودیتونو په اړه ژوره اندیښنه ښودلې او ویلې دي چې همدا مسله ددواړو خواوو ترمینځ د اړیکو د عادي کیدلو په وړاندې لوی خنډ دی.

فریلیسن چې په دې دنده له ټاکل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره کابل ته تللی و، له طالب چارواکو، هلته میشتو ډيپلوماتانو او فعالانو سره د لیدو کتو لړۍ پای ته رسولې ده.

د اروپايي ټولنې اعلامیه چې نن پنجشنبه خپره شوې وايی چې توماس فریلیسن د افغان ښځو د مدني ټولنې له استازو سره یوه غونډه کې د محدودیتونو د اغیز او پر وړاندې یې د ښځو د مقاومت په اړه لومړی لاس معلومات ترلاسه کړي دي.

ویل شوي چې نوموړمي پر بشري مسلو سربیره د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت هم خبرې کړي دي.

طالبانو واک ته له رسېدو ورسته په تیرو ۵ کلونو کې ترشپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو په زده کړو او تحصیلاتو بندیز او ددوی په تګ راتګ او کار هم محدودیتونه لګولي دي.

پېښور کې د ښوونځي چت پریوتو له کبله ۲۱ تنه مړه شوي

د
د

د خیبرپښتونخوا په پیښور کې د یوه ښوونځي د چت د یوې برخې د پریوتو پیښه کې لږ تر لږه ۲۱ تنه مړه شوي دي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د ژغورنې کمیټې د چارواکو په حواله وایي چې پیښه نن پنجشنه سهار په دیر کالوني کې شوې.

د پیښې مړي او ټپيان چې تر ډیره زده کوونکي دي، د لېډي ریډینګ روغتون ته وړل شوي دي.

تراوسه د پیښې لامل روښانه نه دی، خو په خیبرپښتونخوا او شاوخوا نورو سیمو کې له تېرو څو ورځو راهیسې شدید ورښتونه دوام لري.

د اسلامي همکارۍ سازمان استازي کابل کې له طالب چارواکو او ډیپلوماټانو سره لیدلي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره د افغانستان لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان ځانګړي استازي، ډاکتر طارق علي بخیت لیدنه
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره د افغانستان لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان ځانګړي استازي، ډاکتر طارق علي بخیت لیدنه

د افغانستان لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان ځانګړي استازي، ډاکتر طارق علي بخیت، په کابل کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو سفیرانو او د دیپلوماټیکو مأموریتونو مشرانو ته افغانستان ته د خپل وروستي رسمي سفر د پایلو په اړه معلومات ورکړل.

دغه سازمان پرون (چهارشنبې) په اېکس‌پاڼه کې لیکلي، په دې سفر کې له طالب چارواکو او نړیوالو شریکانو سره د بشري مرستو، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، روغتیا، زده‌کړو او د خلکو د ژوند د ښه کولو په اړه خبرې شوې دي.

بخیت د افغانستان د بشري او پراختیايي ستونزو د هواري لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو پر همغږۍ او ګډې همکارۍ ټینګار کړی دی.

د بشري حقونو څار سازمان له فرانسې غوښتي چې د افغانانو د ایستلو پلانونه وځنډوي

د بشري حقونو څار سازمان یا هیومان رایټس واچ له فرانسې غوښتي چې افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري ستنولو پلانونه وځنډوي او خبرداری یې ورکړی چې افغانستان ته ستنېدونکي کسان ښايي له ځورونې، شکنجې او د بشري حقونو له نورو جدي سرغړونو سره مخامخ شي.

دغه غوښتنه وروسته له هغه شوې چې فرانسې تایید کړه، د طالبانو له چارواکو سره یې د هغو افغانانو د ایستلو په اړه تخنیکي خبرې پیل کړې چې په فرانسه کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او ملي امنیت ته ګواښ بلل کېږي.

د بشري حقونو څار سازمان د سې شنبې په یوه بیان کې وویل چې، دا خبرې د فرانسې په پالیسۍ کې یو خطرناک بدلون دی او ښايي د دغه هېواد له نړیوالو بشري مکلفیتونو سره په ټکر کې وي.

دغه سازمان ویلي، داسې شواهد شته چې د طالبانو ځواکونو افغانستان ته په جبري ډول ستانه شوي کسان نیولي او شکنجه کړي دي.

د بشري حقونو څار سازمان همداراز ویلي چې جرمني له تېر کال راهیسې ۲۶۳ افغانان بېرته افغانستان ته استولي دي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې تر هغو چې طالبان په پراخه کچه د بشري حقونو سرغړونو ته دوام ورکوي، هېڅ هېواد باید افغان کډوال په زور افغانستان ته ستانه نه کړي.

د کابل- جلال اباد لویه لاره بیرته د ټرافیکو پرمخ پرانستل شوه

د کابل- جلال اباد لویه لاره بیرته د ټرافیکو پرمخ پرانستل شوه.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویلي چې دغه لار چې د پرله پسې ورښتونو، سیلابونو او د غره ښوییدنې له امله په څوبرخو کې د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه، د دې وزارت د عملیاتي پرسونل په هڅو تیره شپه ۸ بجې بیرته د ټرافیکو پرمخ پرانستل شوه. دې وزارت له ټولو هیوادوالو او موټرچلونکو غوښتي چې پردې لار د تګ راتګ پرمهال له احتیاط څخه کاراخلي او د اړوندو مسولینولارښوونې په پام کې ونیسي.

افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله ۶۷۹ کسان مړه شوي

په نورستان کې د روان کال د سېلابونو له امله رامنځته شوې ویجاړۍ
په نورستان کې د روان کال د سېلابونو له امله رامنځته شوې ویجاړۍ

افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي اداره وايي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله ۶۷۹ کسان مړه شوي او تر ۱۶۳۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

دې ادارې د سې‌شنبې په ورځ «د اکټوبر پر ۱۳مه» د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ چې د دغو پېښو له امله نږدې ۴۵ زره کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د یادې ادارې په وینا، د طبیعي پېښو له امله تر ۱۶ زرو ډېر کورونه په بشپړ یا جزوي ډول ویجاړ شوي دي.

د نړیوال بانک د راپور له مخې بې‌وزلي، د چاپېریال تخریب او د بنسټیزو تأسیساتو او د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي کمزورتیا په افغانستان کې د خلکو زیانګالنه زیاتوي.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې اقلیمي بدلونونه په دغه هېواد کې د وچکالۍ او سېلابونو خطر زیاتولی شي.

افغانستان کې د پولیو د پېښو زیاتوالی؛ ننګرهار کې یوه نوې پېښه ثبت شوه

ارشیف
ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ د یوې نوې پېښې د ثبت خبر ورکوي.

د دغه سازمان د راپور له مخې چې د سې‌شنبې په ورځ «د اکټوبر پر ۱۳مه» خپور شوی، د پولیو نوې پېښه د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

د دې پېښې په ثبتېدو سره، د ۲۰۲۶ میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۳۶ ته رسېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ یوه ویروسي ناروغي ده چې د دایمي فلج لامل کېدای شي.

د دې ناروغۍ لپاره ځانګړې درملنه نه‌شته، خو د واکسین له لارې یې مخه نیول کېدای شي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم په‌کې د پولیو ویروس پېښې ثبتېږي او دغه ناروغي په بشپړ ډول په‌کې له‌منځه نه‌ده وړل شوې.

د افغانستان او بنګله‌دېش د ټېسټ کرکټ لوبه مساوي پای ته ورسېده

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ مساوي ټېسټ لوبه
د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ مساوي ټېسټ لوبه

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د ټېسټ لوبه له پنځو ورځو سیالۍ وروسته په مساوي ډول پای ته ورسېده.

دا لوبه د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې ترسره شوه او د سې‌شنبې په ورځ «د اکټوبر پر ۱۳مه» پرته له دې چې کومه لوبډله بریالۍ شي، پای ته ورسېده.

د لوبې په پنځمه او وروستۍ ورځ د افغانستان لوبغاړو تر وروستي اوور پورې لوبې ته دوام ورکړ او د بنګله‌دېش لوبډلې ونه‌شو کولای د افغانستان ټول لوبغاړي له میدانه بهر کړي.

په پایله کې لوبه مساوي شوه.

تر دې وروسته به د افغانستان، زېمبابوې او بنګله‌دېش د کرکټ ملي لوبډلې د اکټوبر له ۱۷مې تر ۲۳مې پورې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو (او ډي ای) په لړۍ کې له یو بل سره مخامخ شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG