د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

له تاجکستان سره د سرحدي لارو خلاصېدو په اړه د بهرنیو چارو وزارت هڅې


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سوداګرو په وړاندې د تاجکستان د سرحد د تړل کېدو په اړه له تاجکستاني چارواکو سره خبرې کوي.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۰۲» ازادي راډیو ته وویل چې د تاجکستاني مسؤلینو دا اقدام د تخینکې ستونزو له امله دی او د دې هېواد چارواکو ژمنه کړې چې ډېر ژر به دا لار د افغان سوداګرو په وړاندې خلاصه کړي.

شکیب مستغني
شکیب مستغني

نوموړي زیاته کړه:

"له نېکمرغه د تاجکستان له لورې چې کوم دلیل یاد شوی دا یوه تخنیکي ستونزه ده او د لنډې مودې لپاره د تاجکستان له خوا دغه لار د افغان سوداګرېزو مالونو پر وړاندې تړل شوې ده هغه هېواد ژمنه کړې چې ډېر ژربه دغه ستونزه حل کړي او په دوشنبې ښار کې د افغانستان سفارت دغه مسئله جدي تعقیبوي او موږ هیله لرو چې دغه سرحد ژر تر ژره د افغانستان د سوداګریزو مالونو پرمخ پرانیستل شي."

څلور ورځې وړاندې د کندز، تخار او بدخشان چارواکو ویلي وو چې تاجکستان د هغه افغانانو په وړاندې چې غواړي دې هېواد ته سفر وکړي د خپل هېواد دروازې تړلې دي، خو د سوداګریزو توکو د صاداراتو او وارداتو په وړاندې کومه ستونزه نه ده موجوده.

اوس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د تاجکستان په مرکز دوشنبه ښار کې افغان سفارت دا مسئله جدي تعقیبوي او د دواړو هېوادونو د ګمرکونو مسؤلین په سیمه کې د تخنیکې ستونزو د حل هڅې کوي.

د افغانستان په شمال کې پراته درې ولایتونه، کندز، تخار او بدخشان له یاد هيواد سره ۱۲۰۶ کېلومتره سرحد لري، خو تاجکستاني چارواکو ویلي چې د مخدره موادو قاچاقبران له همدې لارې په ګټې اخیستنې مخدره مواد تاجکستان ته قاچاق کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې ویاند صیام الدین پسرلی وايي؛ اوس چې د افغان سوداګرو په وړاندې د تاجکستان دروازه تړلې له امله يې افغان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

صیام الدین پسرلی
صیام الدین پسرلی

نوموړي زیاته کړه:

"دغه لار د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیت له پلوه خورا مهمه لار ده او که چېرې یوه ورځ وتړل شي د افغانستان خصوصي سکټور او ګاونډیو هېوادونو ته په مېلیونونه افغانۍ زیان رسېږي او د ترانزیټ په برخه کې ستونزې جوړېږي زموږ غوښتنه دا ده چې دغه لار د سوداګرۍ لپاره پرانېستي وي څو وکړای شو له دغې لارې انتقالات ولرو."

ښاغلی پسرلی له افغان او تاجکستاني چارواکو غوښتنه کوي چې ژر دې د افغان سوداګرو په وړاندې دا ستونزه پای ته ورسوي.

نوموړی ټینګار کوي چې دا لاره د افغان سوداګرو لپاره ډېره مهمه ده او که په وینا يې همداسې تړلې پاتې شي نو نه یوازې افغان سوداګرو او د افغانستان خصوصي سکټور ته به زیان ورسېږي بلکې له امله به يې یو شمېر ګاونډي ملکونه هم زیانمن شي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG