کابل ته د پاکستان د ديني عالمانو د پلاوي د سفر اصلي موخه څه ده؟

د سياسي چارو شنونکی محمد ظاهر اکبري

افغانستان ته د پاکستان د دیني عالمانو د ډلې سفر، په ټولنیزو شبکو کې پراخ عکس العملونه پارولي دي.

د پاکستان د هیئت مشري، د دوی پېژندل شوی دیني مشر، مفتي تقي عثماني کوي، چې ظاهرا یې افغانستان ته له پاکستاني طالبانو سره د مذاکرو لپاره دا سفر کړی دی.

باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی وايي، دغه هیئت د دوشنبې په ورځ د پاکستاني طالبانو له مشرانو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی دی، خو په دې اړه نور توضیحات نه دي ورکړل شوي.

تر دې مخکې هم د پاکستان بل هیئت پر عین موضوع د بحث لپاره افغانستان ته سفر کړی و.

زموږ همکار په کاناډا کې د سیاسي مسایلو له شنونکي محمد ظاهر اکبري څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې، چې د پاکستان د دې هیئت د سفر اصلي هدف څه کېدای شي؟

Your browser doesn’t support HTML5

د محمد ظاهر اکبري مرکه