طالبان: په کابل کې د داعش یو پټنځای له منځه وړل شوی

په کابل کې طالبان

د طالبانو حکومت وایي، چې استخباراتي ځواکونو یې کابل کې د دوی په ټکو د خوارجو یو مهم پټنځای له منځه وړی دی.

طالبانو نن په یوه خبرپاڼه کې چې رسنیو ته یې لېږلې ویلي، پر دغه پټنځای د کابل په ۳۱۵ فامیلیو سیمه کې عملیات شوي دي.

دوی ادعا کړې، چې د عملیاتو پر مهال دوه تنه وژل شوي او درې تنه بهرني اتباع له وسلو سره نیول شوي دي.

طالبان د خوارجو صفت د داعش یا اسلامي دولت ډلې وسله والو ته کاروي.

د طالبانو د اعلامیې په پای کې راغلي: "له دغه پټنځایه د خراسان غږ مجلې د تاجکي ژبې برخې نشریات تنظیمېدل او اړوند تبلیغاتي، دعوتي او مطبوعاتي مواد ورڅخه خپرېدل."

داعش وسله والې ډلې لا په دې تړاو تبصره نه ده کړې.