چارواکي: ارزګان کې د کولرا ناروغۍ له امله ۴ کسان مړه شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ارزګان ولایت موقعیت

په ارزګان ولایت کې د طالبانو چارواکي وايي، په خاص ارزګان ولسوالۍ کې په کولرا ناروغۍ ۴ کسان مړه شوي، چې دوه یې ماشومان دي.

د خاص ارزګان ولسوالۍ روغتیايي امر، ډاکټر بشیر احمد عزتمل ازادۍ راډیو ته وویل، تر اوسه په کولرا څه باندې ۵۰ کسان اخته شوي دي.

چارواکي یې علت د ارزګان په ځینو برخو کې تر اورښتونو وروسته د سېلابونو راتګ او د پاکو اوبو د زېرمو زیانمنېدل ښيي.

د افغانستان له ځینو نورو برخو هم په وروستیو کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو په باب راپورونه ورکړل شوي دي.