اسرائیلو ته د بایډن سفر؛ واشنګټن او تل‌ابیب د ایران په اړه نوې هوکړه کوي

اسرايل ته د جو بايډن سفر

ټاکل شوې ده چې نن د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جوبایډن د اسرائیل له صدراعظم یاییر لاپید سره ګډ تړون لاسلیک کړي چې په‌کې به دا ژمنه کوي چې ایران به نه پرېږدي چې اټومي وسله ترلاسه کړي.

د امریکا یوه جپګوړي چارواکي خبریالانو ته وویل چې له دې سره به د متحد ایالتونو او اسرائیل ترمنځ د اوږدې مودې امنیتي اړيکې پراخ شي.

دې چارواکي وویل، دا اعلامیه ډېره مهمه ده، په دې کې ژمنه شوې چې کله به هم اجازه ور نه‌کړي چې ایران اټومي وسله ترلاسه کړي او د بې ثباتۍ داسې هڅې وکړي چې اسراییل په نښه کړي.

جو بایډن پرون تل ابیت ته ورسېد، له ولسمشر کېدو وروسته دا اسرائیل ته د ده لومړی سفر دی.

اسرائيل ته د امريکا د ولسمشر جو بايډن لومړی سفر

د چارواکو په وینا دی به نن د اسراییل له صدراعظم یاییر لاپید سره په ګډه خبرې غونډه کې برخه واخلي.

ولسمشر بایډن ویلي دي چې دی غواړي چې واشنګتن له ایران سره د دوه زره پنځلسم کال اټومي تړون ته بېرته ستون شي.

دا تړون د ولسمشر بارک اوباما په وخت کې له ایران سره د متحده ایالتونو په ګډون د نړۍ پیاوړیو قدرتونو لاسلیک کړی و چې بیا په دوه زره اتلسم کال کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې تړون څخه بهر شو او ویې ویل چې ایران د دې تړون شرایط نه دې پوره کړي او په منځني ختیځ کې د ترهګري هڅو لپاره کار کوي، خو تهران دا ادعا رد کړې ده.

ټاکل شوې نن جو بايډن د اسرائيل له صدر اعظم سره يوه موافقه لاسليک کړي.

د ایران او لویدیځ ترمنځ د دې تړون د بیا ژوندي کولو لپاره پرله‌پسې خبرې روانې دي.

اسرائیل د دې اټومي تړون مخالفت کوي او بیا بیا دا ویره څرګندوي چې ایران په پټه د اټومي وسلو د ترلاسه کولو په تکل کې دی.

ولسمشر جو بایډن د اسرائیل ټلوېزیون ته وویل چې دا تړون د دې لپاره تر ټولو ښه زمینه برابروي چې ایران د اټومي وسلې له ترلاسه کولو وګرځوي.

کله چې له ولسمشر بایډن څخه پوښتنه وشوه، چې متحد ایالتونه به له ځواکونو هم استفاده وکړي که چېرته اړتیا وه، ده په ځواب کې وویل دا وروستۍ وسیله وي.