عزیزالله فضلي د ده په اړه خپاره شوي وروستي راپورونه ناسم وبلل

د افغانستان د کرکټ بورډ مخکیني مشر عزیزالله فضلي

د افغانستان د کرکټ بورډ مخکیني مشر عزیزالله فضلي هغه خبرونه ناسم وبلل چې د ده په اړه په خواله رسنیو کې خپاره شوي وو.

تر اختر څو ورځې مخکې خواله رسنیو کې خبرونه خپاره شول، چې ښاغلی فضلي د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا په دې تور نیول شوی چې غوښتل یې په زور کرکټ بورډ ته ننوځي او د دغه بورډ ریاست ونیسي.

خو فضلي یکشنبه ناوخته په خپل فېسبوک لیکلي، چې د طالبانو د حکومت له رییس الوزرا سره تر خبرو وروسته څو ورځې په ارګ کې وو.

هغه همدارنګه کرکټ بورډ ته په زور د ننوتلو خبرونه رد کړل او ځينې خبریالان او رسنۍ یې تورنې کړې چې د ده شخصیت وژنه یې کړې ده.

فضلي لیکلي، چې ده غوښتل د بورډ له مشرانو سره د کرکټ اړوند مسایلو باندې خبرې وکړي.

عزیزالله فضلي په جمهوري نظام او تر هغه را وروسته د طالبانو په لومړیو میاشتو کې د کرکټ بورډ مشر پاتې شوی.

تر هغه وروسته پخوانی کرکټر میرویس اشرف د ده پر ځای د بورډ مشر ټاکل شوی.