د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیز الله فضلي په زابل کې د کرکټ د وضعیت د ارزونې په هدف دغه ولایت ته سفر وکړ.
د افغانستان د کرکټ بورډ د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، ښاغلي فضلي په یاد ولایت کې د کرکټ اړوند پرمختګونه او ستونزې ارزولي.
عزیز الله فضلي د خپل سفر په ترڅ کې له نوي جوړېدونکي لوبغالي د لیدنې تر څنګ په زابل ولایت کې له لوبغاړو سره هم وکتل او د هغوی وړاندیزونه او ستونزې یې واورېدلې.