د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۰۴

فرحان یوسفزی د افغان کرکټ بورډ عمومي رئیس وټاکل شو


د افغانستان د کرکټ بورډ نوی رئیس فرحان یوسفزی

فرحان یوسفزی د افغان کرکټ بورډ د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې فرحان یوسفزی د کرکټ بورډ د غړي او عمومي رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

د ارګ په فېس‌بوک پاڼه کې د ښاغلي یوسفزي په اړه نور معلومات نه‌دي خپاره شوي.

له دې وړاندې عزیز الله فضلي د کرکټ بورډ عمومي رئیس و.

دا د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالیو له پای ته رسېدو راپه دېخوا چې افغان لوبډلې په‌کې هېڅ بریا خپله نه‌شوه کړای په افغان کرکټ بورډ کې په لوړه کچه څو وم بدلون دی چې رامنځته کېږي.

له دې وړاندې د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس اسدالله خان هم له خپلې دندې لیرې او پر ځای يې لطف‌الله ستانکزی وټاکل شو.

XS
SM
MD
LG