طالب چارواکي: د حج په موخه عربستان ته د افغانانو لېږد پروسه بشپړه شوه

تصویر آرشیف: د کعبې شریفې منظره

طالب چارواکي وايي، د حج د مراسمو ترسره کولو په موخه سعودي عربستان ته د افغانانو د لېږد پروسه بشپړه شوه.

د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني په یوه ویډیويي پیغام کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون پرون خپور کړ وویل: "سږ کال چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته د سعودي عربستان د حجاجو کومه سهمیه ورکړل شوې وه چې تعداد یې ۱۳۵۸۲ تنه وو. الحمدالله په ډېر کامیابي سره دا پروسه سر ته ورسېدله او موږ خپل ټول حاجیان سعودي عربستان ته انتقال کړل."

طالبانو داسې وخت د افغان حاجیانو د انتقال د بشپړېدو او د هر اړخیزو خدمتونو ډاډ ورکړی، چې د حج د پروسې لپاره یې له هر زیارت کوونکي افغان څخه څه باندې ۴ زره ډالره اخیستي.

تېرو کلونو کې دا پيسې شاوخوا دوه زره ډالره وې.

خو د طالبانو چارواکي وايي، د سعودي حکومت له دوی ډېر لوړ لګښتونه اخیستي نو ځکه اړ شول له حاجیانو دا پيسې واخلي.