د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

عربستان: سږ کال محدود شمېر مسلمانان د حج کولو اجازه لري


هرکال تر هر بل هېواد د اندونیزیا او مالیزیا زیات حاجیان سعودي عربستان ته ځي.
هرکال تر هر بل هېواد د اندونیزیا او مالیزیا زیات حاجیان سعودي عربستان ته ځي.

د سعودي عربستان حکومت اعلان کړی چې سږ کال حاجیانو ته اجازه نه ورکوي چې له بهره د حج لپاره ورشي.

د سعودي حکومت دا کار د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره کړی دی.

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت پرون د جون په ۲۲مه، وویل چې یوازې محدود شمېر مسلمانان به چې په سعودي عرستان کې ژوند کوي حج ته د تګ اجازه ولري.

خو دا به یوازې هغه بهرني وګړي وي چې په سعودي عربستان کې اوسېږي.

حج سږ کال د جولای د میاشتې په وروستیو کې دی.

د سعودي د حج او عمرې وزارت ویلي چې دا پرېکړه یې سږکال د دې لپاره وکړه چې ډاډ ترلاسه کړي چې د حج مراسم په داسې حالت کې چې د زیارت کونکو او نورو وګړو روغتیا ته ګواښ پېښ نه کړي، ترسره شي.

هغه کسان به چې حج ته د ورتګ اجازه لري ټول هغه اصول چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره اعلان شوي، مراعتوي، د خلکو ترمنځ به د فاصلې مراعت ته پام کېږي او دا مراسم به د اسلام له لارښوونې سره چې د انسانانو د ژوند د خوندیتوب لپاره یې کړې، ترسره کېږي.

په نړۍ کې تر ۱۸۰ د زیاتو اسلامي هېوادونو څخه تر دوه نیم میلیونه زیات مسلمانان د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ورتلل.

خو سږ کال د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره سعودي چارواکي د داسې پرېکړې کولو ته مجبور شول.

د سعودي حکومت له دې اعلان سره سم د یو شمېر معتبرو اسلامي مرکزونو، سازمانونو او پوهانو نظرونه هم چې د دې پرېکړې ملاتړ یې کړی خپاره کړي دي.

دا د سعودي عربستان په معاصر تاریخ کې لومړی ځل دی چې د حج مراسم تر دې حده چې د بهرنیو هيوادونو اتباعوته اجازه نه ورکول کيږي د دغو مراسمو د اداکولو لپاره سعودي عربستان ته ورشي، محدودېږي.

په سعودي عربستان کې تر ۱۶۱ زره زیات وګړي په کرونا ویروس اخته شوي او تر ۱۳۰۰ زره زیات کسان له دې کبله مړه شوي دي.

سعودي عربستان په مارچ میاشت کې د عمرې پر مراسمو هم بندیز لګولی و.

د سعودي عربستان سرحدونه لا هم د زیارت کونکو ، سیلانیانو لپاره بند دي، خو د بندیزونو شدت تر یوه حده کم شوی دی.

هرکال تر هر بل هېواد د اندونیزیا او مالیزیا زیات حاجیان سعودي عربستان ته ځي.

خو د دواړو هېوادونو حکومتونو د دې کال په سر کې اعلان کړی و چې سږکال به خپلو وګړو ته اجازه ورنه کړي چې حج ته ولاړ شي.

د سعودي عربستان وروستۍ پرېکړه ښایي یو شمېر مسلمانان چې د نورو په پرتله تند فکر کوي خوابدي کړي، خو د اسلامي نړۍ لیګ په نوم سازمان، د جوماتونو د نړیوال لیګ شورا او د اسلامي پوهانو اتحادیې دا پرېکړه ستایلې ده.

د اسلامي عالمانو د اتحادیې مشر ډاکتر محمد بن عبدالکریم ال عیسي په یوه بیان کې ویلي چې د کرونا ویروس وبا داسې بېړنۍ وضعیت را مخکې کړی چې باید د حاجیانو روغتیا ته پام، د اسلامي شریعت له اصولو سره سم په احتیاط چلند ورسره وشي.

XS
SM
MD
LG