په پنجشېر کې د ټرافیکي پېښې له امله پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د پنجشېر ولایت موقعیت

په پنجشېر کې د طالبانو چارواکي وايي، په یوه ټرافیکي پېښه کې یو طالب مړ شوی او څلور تنه نور یې ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي نصر اله ملکزاده نن ازادۍ راډیو ته وویل، د پنجشېر د مرکز په مربوطاتو کې د چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله د یوه رنجر ډوله موټر د اوښتو په پېښه کې دغه مرګ ژوبله پېښه شوې ده.