نن په کابل کې د علماوو د غونډې وروستۍ ورځ ده

په دې درې ورځنۍ غونډه کې تر ۳۰۰۰ زیاتو کسانو برخه اخیستې.

په دې درې ورځنۍ غونډه کې تر ۳۰۰۰ زیاتو کسانو برخه اخیستې.

په کابل کې د طالبانو له خوا د رابلل شوې د علماوو لویې غونډې نن درېیمه او وروستۍ ورځ ده او تمه کېږي، چې نن یې د ګډو بحثونو نتیجه څرګنده شي.

په دې درې ورځنۍ غونډه کې چې د طالبانو په خبره تر ۳۰۰۰ زیاتو کسانو په کې برخه اخیستې، د ښځو ځای ځکه دی، چې طالبانو د ګډون بلنه نه ده ورکړې.

د طالبانو دغه اقدام او د نجونو او ښځو اوسنیو ستونزو ته د دوی د مشر ملا هبت اله اخندزاده نه اشارې کولو د ښځو د حقونو د فعالانو انتقادونه پراولي دي.