د خوست یو شمېر اوسېدونکي: زلزله ځپلي لا هم د مرستو په تمه دي

د خوست په سپیرې کې د زلزلې له کبله د نړېدلي کور انځور

د خوست د سپېرې ولسوالۍ د امیرسپر د کلي اوسېدونکي، چې د اکثرو خلکو کورونه یې د تېرې اوونۍ په زلزله کې ویجاړ شوي دي، وايي چې لا هم د مرستو په تمه دي.

د دې کلي اوسېدونکي په خیمو کې اوسي.

په پکتیکا او خوست کې شاوخوا ۳ زره کورونه نړېدلي او د ملګروملتونو په وینا تر ۳ لکه ۶۲ زره زیات خلک زیانمن شوي دي.

د خوست د عامې روغتیا د ریاست د معلوماتو له مخې، یوازې په سپیرې ولسوالۍ کې ۳۶ تنه مړه شوي او ۱۳۰۰ نور ژوبل شوي دي.

په همدې حال په دې ولسوالۍ کې د نړېدلیو کورونو شمېر ۱۵۰۰ ته رسېږي.