د هند لوبډلې پر وړاندې د افغان فوټبال لوبډلې ماتې غبرګونونه راپارولي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د شنبې په ورځ د اسیا د ملتونو جام لپاره د لارې موندنې په دوهمه سیالۍ کې ۱-۲ له هنده ماتې وخوړه.

وروسته له هغې چې افغانستان له هند نه د فوټبال د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته د لارې موندنې په سیالۍ کې ماتې وخوړه ګڼ غبرګونونه یې راوپارول.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله له هندوستان نه په ماتې سره د اسیا د ملتونو په جام کې له مخکې تګه پاتې شوه.

د افغان لوبډلې دغې ماتې ته خلکو او د فوټبال فدارسیون پخوانیو چارواکو غبرګونونه ښودلي.

د فوټبال لوبې مینه وال ندیم ازادي راډيو ته وویل: "زما په نظر موږ ښه ټيم لرو خو هغه روحیه چې د نورو هېوادونو ټیمونه لري زموږ ټیم یې نه لري، د دې لپاره چې د طالبانو په راتګ سره ورزش سخته ضربه خوړلې."

د فوټبال یو بل مینه وال شېردل وايي: "ښايي ستونزه په رهبرۍ کې وي چې ونه شوای کړای لوبډله سمه رهبري کړي، بله خبره دا ده چې زموږ لوبډله سمه نه تشویق کېږي، د خپل ټیم له ماتې زیات جګرخونه یم."

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د شنبې په ورځ د اسیا د ملتونو جام لپاره د لارې موندنې په دوهمه سیالۍ کې ۱-۲ له هنده ماتې وخوړه.

په دې اړه نور: افغان فوټبال لوبډلې د اسیا ملتونو جام ته د لار موندنې چانس له لاسه ورکړ

افغانستان چې په خپل ګروپ کې له هانګ کانګ، هند او کمبودیا سره دي په دې ماتې سره په درېیم مقام کې پاتې کېږي.

خو د افغانستان د فوټبال فدارسیون پخواني چارواکي بیا د دې ماتې یو لامل د فدارسیون د اوسنیو مسوولانو مدیریتي ضعف په ګوته کوي.

د ملي لوبډلې پخوانی روزونکی علي اصغر اکبر زاده له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "دا د فوټبال فدارسیون د مشرانو، ښاغلي یوسف کارګر او انوش دستګیر د بې پامې له امله و چې زموږ ملي ټیم ونه شوای کړای د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته لاره پیدا کړي، په فدراسیون کې کسان د روابطو پر بنسټ ټاکل شوي."

نوموړې همداراز د ملي ټیم د ماتې یو بل لامل په ملي لوبډله کې د هغه بهرنیو لوبغاړو شتون په ګوته کړ چې ترمنځ یې سمه همغږي نه شته.

هغه وايي، دغه لوبغاړي له یو بل سره د نه همغږۍ ترڅنګ ګډ تمرینونه هم نه لري.

د افغانستان د فوټبال فدارسیون هم دغه ماتې یوه ترخه تجربه یادې کړې.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د افغانستان د فوټبال فدراسیون رییس یوسف کارګر نظر هم واخلو خو زموږ اړیکې یې ځواب نه کړه.

له بلې خوا بیا د طالبانو حکومت د ملي المپیک کمېټې د نشراتو برخې مسوول سمیر هیبت د دغو نیوکو په اړه وویل: "هر ورزش ماته او بریا لري او دا یو اصل دی، د یوې لوبډلې ماته او بریا نه شي کولای د یوې ادارې ټولې کړنې تر پوښتنې لاندې راولي."

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله سره له دې چې د اسیا په ملتونو جام کې د مخکې تک چانس نور نه لري خو د سې شنبې په ورځ به د کمبودیا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي.

افغانستان په خپلې لومړۍ لوبه کې له هانک کانګ کانګ نه ۱-۲ په وړاندې ماتې خوړلې وه.