د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

د اسیايي ملتونو فوټبال جام سیالۍ؛ نن افغانستان او هند سیالي کوي


ارشیف
ارشیف

د اسیايي ملتونو د فوټبال جام ته د غوراوي د لوبو په لړۍ کې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نن د هند پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ورځي.

دا لوبه په سیمه ایز وخت د مازیګر په پنځو بجو د کلکتې ښار د فوټبال په ډګر کې پیلېږي.

افغان لوبډلې د ګروپي لوبو په لړۍ کې د چارشنبې په ورځ خپله مخکینۍ لوبه د هانګ کانګ لوبډلې ته وبایلله.

د هند او هانګ کانګ ترڅنګ کمبودیا هم له افغانستان سره په یوه ګروپ کې ده.

XS
SM
MD
LG