طالبانو د کانونو ایستنې له درکه د عوایدو زیاتېدو خبر ورکړ

د طالبانو حکومت داسې مهال د کانونو په برخه کې د عوایدو د لوړېدو خبره کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د ځینو کانونو په ځانګړي دول د ډبرو او سکرو د ویستلو او ګاوندي هېواد پاکستان ته یې د لېږد په برخه کې د خلکو له خوا اندېښنې هم مطرح شوي دي.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د غبرګولي میاشتې په ۳مه اوونۍ کې یې له ۴۱۳ میلیونه افغانیو ډېر عواید را ټول کړي دي.

د دې وزارت ویاند عصمت الله برهان نن ازادي راډيو ته وویل، د غبرګولي میاشتې له ۱۲ تر ۱۸مې نېټې دوی ۴۱۳۸۵۶۲۶۷ افغانۍ عواید د کانونو په برخه کې او۱۷۲۷۰۵۶ افغانۍ عواید د افغان ګاز له تصدۍ څخه ترلاسه کړي دي.

نوموړی وايي، چې د پخوا په پرتله د عوایدو کچه ډېره لوړه شوې ده.