تمه ده نن د یکشنبې په ورځ له افغانستانه د حج فریضې د ادا کولو لپاره د افغانانو لومړۍ ډله عربستان ته ولاړه شي.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، لومړۍ ډله حاجیان به د کابل له هوايي ډګره نن الوتنه وکړي.
که څه هم سږ کال د حج پروسه کې د لوړ لګښت له امله نیوکې زیاتې دي، خو بیا هم له افغانستانه ۱۳ زره ۵۸۲ کسان د فرضي حج لپاره سعودي عربستان ته ځي.