امریکا: په افغانستان کې د وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوو
امریکا: په افغانستان کې د وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوو
Your browser doesn’t support HTML5
د جنوبي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډونالډ لو وايي هېواد یې په افغانستان کې د هېڅ وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوي.
د جنوبي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت مرستیال وايي، چې متحدایالات د طالبانو د حکومت له چارواکو سره ځینې تماسونه لري خو زیاتوي چې دا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په معنا نه ده.
ډونالډ لو قرغزستان ته د سفر پرمهال له آزادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې د طالبانو له حکومته وغوښتل، چې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو حقونو ته درناوی وکړي او همداراز ټولشموله حکومت جوړ کړي.