د طالبانو د حکومت لهخوا د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په سفر د بندیز له راپورونو ورسته، د هغه کمېسیون په چارو هم نیوکې را پورته شوي چې هېواد ته د سیاسیونو د بېرته ستنولو لپاره جوړ شوی.
ورسته له هغې چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدي سرچینو ځینو رسنیو سره په خبرو کې ومنله، چې طالبانو د شنبې په ورځ ښاغلي کرزي ته اجازه ور نه کړه چې له افغانستان ووځي.
اوس یو شمېر له افغانستانه وتلي سیاستوال او پخواني ډیپلوماټان وايي، طالبانو د ښاغلي کرزي د سفر په مخنیوي سره وښوده چې په افغانستان کې روان بحران ته د یوې سیاسي حللارې د پیدا کېدو اراده نهلري.
ښاغلي کرزي د متحده عربي اماراتو د پخواني مشر د فاتحې او د نوي مشر د ټاکل کېدو په مراسمو کې ګډون کاوه.
په دې اړه نور: طالبانو متحده عرب اماراتو ته د کرزي د سفر مخه نیولېپخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج چې په بروکسل کې د افغانستان د ستونزو د حل په تړاو جوړېدونکي کنفرانس کې یې ګډون کړی له همدې کنفرانسه ازادي راډیو ته وویل، اوس د طالبانو د تماس کمېسیون چارې چې له افغانستانه د وتلو سیاسیونو د بېرته ستنولو لپاره جوړ شوی هم تر پوښتنې لاندې راغلې.
هغه وویل: "د طالبانو حکومت موقت دی. د خلکو او اساسي قانون پر بنسټ مشروعیت هم نهلري. زه فکر کوم هغه کسان چې له افغانستانه د باندې دي، اوس فکر کوي چې یوه نړیوال تضمین و نهلري، نه غواړي افغانستان ته ستانه شي او خپل ژوند په خطر کې واچوي."
په ورته وخت کې په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ د طالبانو ځینې چارې د دوی ترمنځ د خپلمنځي اختلاف پایله ویني.
بارکزۍ وايي: "سربېره پر دې چې دوی نه توانېږي، چې خپله ستراتېژي واحده کړي، موږه وینوو چې د دوی په خبرو او کړنو کې ستر تفاوت دی. د سیاسیونو د بېرته ستنولو خبره هم د همدې تفاوتونو یوه برخه ده. له یوې خوا دوی سیاسیون نه پرېږدي چې افغانستان ته ازاد تګ راتګ وکړي، له بلې خوا ورته بلنه ورکوي چې راشئ او د افغانستان په سیاست کې برخه واخلئ."
اغلې بارکزۍ وايي، که له بهره یو شمېر افغان سیاسیون بېرته افغانستان ته ستانه هم شي، هغه کسان به وي، چې د دې په خبره، د سقوط په برخه کې یې طالبانو سره مرسته کړې وه.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو د پوښتنې ځواب ورنه کړ.
طالبانو موده وړاندې اعلان وکړ چې د شهابالدین دلاور په مشرۍ یې د تماس په نوم یو کمېسیون ټاکلی، څو هغه سیاسیونو ته بېرته افغانستان ته د ستنولو بلنه ورکړي چې وروستي تحول کې له وطنه وتلي دي.
د یادونې ده، چې له دې وړاندې ښاغلي کرزي خپله هم منلې وه چې طالبانو یې بهر ته د سفر مخنیوی کړی.