د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

طالبان: له سیاستوالو سره د خبرو اترو شورا پر طرزالعمل جوړولو کار روان دی


د طالبانو بيرغ
د طالبانو بيرغ

طالبان وایي ،له افغان سیاستوالو سره د خبرو اترو شورا پر طرزالعمل جوړولو کار روان دی.

د طالبانو حکومت تازه د خپلې هغې شورا په طرزالعمل جوړولو کار روان کړی، چې د تېر نظام پخوانیو چارواکو او مطرحو سیاستوالو سره هېواد ته د بېرته ستنېدو په اړه خبرې اترې وکړي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "هغه شورا چې له ځینو افغانانو سره د تماس نیولو لپاره په پام کې ده،د هغې په طرزالعمل کار روان دی چې نهایي شي د کار پیل به یې اعلان کړي."

دا په داسې حال کې ده، چې باندې یو میاشت مخکې د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم د سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور په مشرۍ د یوې اوه کسیزې شورا ترتیب اعلان کړی و او ویلي یې وه چې دا شورا به له افغان پخوانیو چارواکو او سیاستوالو سره اړیکې نیسي تر څو بېرته هېواد ته ستانه شي.

په دې پلاوي کې د طالبانو د حکومت څو سرپرست وزیران امیرخان متقي، انس حقاني، خیرالله خیرخواه او یو شمېر نور طالب چارواکي شامل دي.

د دې شورا له د ترتیب له اعلان ووروسته اکثرو پخوانیو چارواکو او سیاستوالو یې هرکلی کړی و.

پخوانی ولشمر حامد کرزی، عبدالله عبدالله، ضیاءالحق امرخېل، حنیف اتمر او ګڼو نورو افغان سیاسونو پرې تبصرې او د هرکلي يیغامونه هم خپاره کړي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې پخوانيو مجاهدینو د وحدت اسلامي ګوند مرستیال محمد ناطقي او د ملي پیوستون نهضت مشر سید اسحق ګیلاني د غويي په اتمه نېټه ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو له خوا د یو ټول ګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د چارواکو او افغان سیاستوالو تر منځ ورو ورو لیده کاته هم پیل شوي.

د اختر په ورځو کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار کور ته ورغلی و او ورسره یې لیدلي وه.

که څه هم تر دې دمه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو د نړیوالې ټولنې له لوري د دوی د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره له ایښودل شویو شرایطو یو یې د ټول ګډونه حکومت جوړول دي.

XS
SM
MD
LG