د قابلو نړيواله ورځ؛ طالبانو ورسره د کاري فرصتونو د برابرولو ژمنه وکړه

انځور، ارشيف

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د قابلو د نړېوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې د قابلو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو ټینګار کړی.

هغه غونډه چې په دې تړاو په کابل کې جوړه شوې و د طالب چارواکو ترڅنګ د روغتیا نړېوال سازمان استازو او په کابل کې د قطر هېواد سفیر په کې ګډون کړی و.

دغه غونډه د سره میاشت او قطر هېواد په مالي ملاتړ جوړه شوې و.

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده وویل، دوي هڅه کوي چې د قابلو لپاره د کار زیاتې فرصتونو رامنځته کړي.

نوموړي وويل: " موږ ټول هغه قابلو ته چې په دولتي او خصوصي مرکزونو کې يې زده کړې کړي د زیات کار زمینه برابرو خو غوښتنه مو دا ده چې دوی د افغانستان ثبات او ښیرازۍ لپار مثبت ګامونه واخلي."

طالبانو د قابلو نړيواله ورځ ونمانځله خو د نجو ښوونځي لا هم تړلي دي.

ښاغلی صاحبزاده داسې مهال دا خبره کوي چې له دې وړاندې یو شمېر خلکو په دولتي روغتونونو کې د کافي امکاناتو دنشتون خبره کړې وه.

له بلې خوا په کابل کې د قطر سفیر سعد بن مبارک بیا په دې غونډه کې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي وويل: " د قطر حکومت په یو شمېر مهمو برخو کې لکه امنیت، ثبات، پرمختګ او بشري مرستو په برخه کې له افغانستان سره خپلې تازه همکارۍ اعلانوي، په کابل کې دقطر سفارت په دغو برخو کې خپلې مرستې د نړېوالو سازمانو او هلال احمر په مرسته تر اړمنو کسانو او ادارو رسوي."

د طالبانو له بیا ځلې حاکمیت وروسته په افغان مېرمنو زیات محدویتونه وضع شول خو دا په تېر ۹ میاشتو کې لومړۍ ځل دی چې د مې پنځمه د قابلو له نړېوالې ورځې د طالبانو په حاکمیت کې نمانځنه کیږي.