افغانستان کې د معتادينو د درملنې ګڼ شمېر روغتونونه تړل شوي

د معتادانو د درملنې يو مرکز

په افغانستان کې د معتادینو د درملنې له اتیا روغتونونو څخه تر نيمايي ډېر يې د بودجې د نشتوالي له امله تړل شوي دي.

په افغانستان کې له روغتيايي برخې سره د بهرنیو مرستو کموالي، د معتادینو د درملنې پر پروګرام ډېر منفي اغېز کړی او په دې برخه کې مرستې يو مخ بندې شوي دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي چې، پخوا د معتادینو د درملنې پروګرام په بشپړ ډول پر بهرنیو مرستو ولاړ و، خو د پخواني حکومت په وروستيو مياشتو کې دا مرستې په ټپه درېدلي وې.

د عامې روغتيا وزارت وياند جاويد هژير وايي، اوسمهال د معتادینو د درملنې ډېری روغتونونه د بودجې د نشتوالي له امله تړل شوي او پاته روغتيايي مرکزونه په دولتي بودجه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

نوموړی وايي:" له (۸۸) روغتونونو څخه چې عامې روغتيا وزارت په هېواد کې درلودل، موږ وکولای شول چې په ټولو ولایتونو کې (۴۴) روغتونونه د عامې روغتيا په بودجه فعاله وساتو، له شپاړسو روغتونونو څخه چې پخوا يې يوازې په کابل کې فعالیت کاوه، اوس يې څلور روغتونونه فعال دي، په همدې ډول په نورو ولايتونو کې هم د روغتونونو شمېر د تمويلوونکو ادارو او کافي بودجې د نشتوالي له امله لږ شوی دی."

ښاغلی هژير وايي، په وروستيو اتو مياشتو کې په افغانستان کې د دوه ویشتو زرو دوو سوو او ديارلسو (۲۲۲۱۳) معتادینو درملنه شوې چې، له دې جملې څخه شل زره يې نارینه او تر زرو ډېرې يې ښځې دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د معتادینو د درملنې په (۴۴) مرکزونو کې څلور زره معتادین بستري دي، خو د پخواني حکومت د تېر شمسي کال د ثور د مياشتې وروستۍ شمېرې ښيي چې، د معتادینو د درملنې (۸۸) مرکزونو د نژدې څلور زره معتادینو د بستري کولو اسانتياوي درلودې.

د معتادینو د درملنې مرکزونو ځينې چارواکي د معتادینو د درملنې په برخه کې د مرستو بندېدل د اندېښنې وړ بولي او د اعتیاد جدي ستونزې ته په کتو سره دا غوښتنه کوي چې دا مرستې دي له سره پيل شي.

د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې مرکز مسئوله ډاکټره ښایسته حکيم وايي، مالي ستونزې د دې لامل شوي چې د دوی د بستري کېدو خدمات نژدې په سلو کې پنځوس کم شي.

نوموړې وايي:" قرارداديان نشته، پيسې او د کارکوونکو معاشونه نشته، دا ټولې هغه ستونزې دي چې روغتيايي مرکزونه ورسره لاس او ګرېوان دي، د دې تر څنګ د کورونو له خاوندانو سره د کرايې او کورونو د برېښنا په برخه کې هم ستونزې شته چې دا ټولې ستونزې د معتادینو د روغتيايي مرکزونو د تړلو لاملونه دي."

د معتادینو د درملنې په برخه کې د نورو بهرنیو مرستندویه ادارو تر څنګ، د امريکا متحده ایالتونو له ۲۰۱۳ ميلادي کال څخه بيا تر ۲۰۲۰ ميلادي کاله پورې هر کال (۹،۹) ميليونه ډالره مرستو له لارې تر اتیا ډېرو روغتيايي مرکزونو لګښت ورکاوه، خو دا مرستې په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې يو ميليون ډالرو ته راټيټې شوې.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې د معتادینو د درملنې او نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د دوی مرستې په مستقيم ډول د طالبانو حکومت ته نه ورکول کېږي، بلکې د نادولتي ټولنو او ملګرو ملتونو له لارې به د پخوا په شان دوام ولري.


راپور: مرسلین ارسلا

Your browser doesn’t support HTML5

د معتادينو د درملنې د روغتونو تړل کېدل