په افغانستان کې د تارياکو ګڼ شمېر معتادین اوسېږي چې له دې لارې ډېر زیان ورته رسېږي.
د تارياکو زیانونو ته نه پاملرنه ډېر عوامل لري چې يو لامل يې د تارياکو د زيانونو په اړه د خلکو ناخبري ده.
زموږ همکار په دې اړه له ډاکټر فريدون هاشمي سره مرکه کړې او په پيل کې يې پوښتلی چې تاریاک د نشه يي موادو په کومه کورنۍ پورې اړه لري؟