مايار: افغانستان کې سږنۍ وچکالي به ټولې برخې اغېزمنې کړي

افغانستان کې سږ کال وچکالي مخ پر ډېرېدو ده.

ملګري ملتونه وایي، افغانستان له داسې سختې وچکالۍ سره مخامخ دی چې په وروستیو دریو لسیزو کې یې ساری ندی لیدل شوی.

په افغانستان کې د سختې وچکالۍ خبرداری داسې مهال ورکول کیږي چې د ملګرو ملتونو په وینا د افغانستان له نيمايي زیات نفوس له لوږې سره مخ دی.

ملګرو ملتونو په یوه وروستي راپورکې ویلي چې په ټول افغانستان کې خلک د خوراکي توکو د خوندیتوب په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، خو وچکالۍ او د اقتصادي سقوط له امله نږدې ۲۰ میلیونه افغانان خواړه‌ نه ‌لري.

په دې اړه نوریاس نوري د کابل د پولیتخنیک پوهنتون د اوبو د مدیریت او چاپریال ساتنې له پخواني استاد محمد عاصم مایار سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې ایا په رښتیا افغانستان له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی؟

Your browser doesn’t support HTML5

د استاد محمد عاصم مایار مرکه