ارزګانی: تر اوسه طالبانو خپل حکومت ته حقوقي تعریف نه دی وړاندې کړی

د طالبانو بيرغ

ځینې پوځي شنونکي وايي، چې په افغانستان کې ورځ تر بلې امنیتي وضعیت خرابېږي، چې ښه بېلګه یې د روژې مبارکه میاشت وه.

د دوی په باور اوس هم د افغانستان په ځینو برخو کې د طالبانو او د هغوی د عمده مخالفې ډلې د مقاومت جبهې ترمنځ جګړې روانې دي.

دغه راز د طالبانو له عمومي عفوې سره- سره د پخوانيو دولتي کارکوونکو او پوځیانو د نیول کېدو، ځورول کېدو او حتی وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

له پخواني پوځي عبدالروف ارزګاني څخه زموږ همکار، د مرکې په پیل کې وپوښتل: د طالبانو د عمومي عفوې فرمان څومره عملي شوی دی؟

Your browser doesn’t support HTML5

د عبدالروف ارزګاني مرکه