د زهرو کاروان؛ سيګار: د کوکنارو د کښت بندولو په اړه د طالبانو پرېکړه عملي نه ده

څه موده مخکې د طالبانو مشر په يوه فرمان کې د کوکنارو د کښت د بندولو اعلان وکړ

د دې اوونۍ د زهرو کاروان په خپرونه کې به واورئ چې سیگار وايي: د کوکنارو د کښت بندولو په اړه د طالبانو د حکومت پرېکړه ډېره عملي نه ده.

په يوه بل راپور کې به واورئ چې، په بادغيس ولایت کې د معتادینو د درملنې مرکز له اتو مياشتو راهيسې خپل فعالیت بند کړی دی.

د تارياکو د زيانونو په اړه له ډاکټر فريدون هاشمي سره مرکه لرو. د يوه معتاد خاطره او په پای کې ډرامه هم اورېدلای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

سیگار: د کوکنارو د کښت بندولو په اړه د طالبانو د حکومت پرېکړه ډېره عملي نه ده