د بېکارۍ، بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو ترڅنګ د کابل ښار په شهزاده سرای او پلخشتي جومات کې د روانې اوونۍ چاودنو د دغه ښار اوسېدونکي د امنیت په اړه اندېښنن کړي دي.
دوی وایي، سره له دې چې طالبانو خلکو ته د امنیت په اړه بشپړ ډاډ ورکړی و، خو وروستي بریدونه ښیي چې دوی هم د خلکو د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلي دي.
دوی طالبان د امنیت د ټینګښت په برخه کې په بېغورۍ تورنوي او وایي، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، یوازنۍ خوشبیني یې امنیت ته وه چې هغه هم دا شپې ورځې ښه نهدی.
په دې اړه نور:
د کابل پل خشتي جومات کې چاودنې ۱۱ تنه ټپيان کړيد کابل ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکي نوید په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ ډېر خوشحاله و چې که بېکاري شته، بېوزلي شته، خو زموږ امنیت خوندي دی، خو وروستیو چاودنو ډېر اندېښمن کړو چې امنیت بیا مخ په خرابېدو دی."
زرفشان د کابل ښار د درېیمې ناحیې اوسېدونکې له طالبانو غواړي چې د خلکو د خوندیتوب لپاره هڅې وکړي: "طالبانو د خلکو د امنیت د خوندیتوب لپاره ډاډ ورکړی و، اوس نو دا چاودنې څه دي؟ اسلامي امارت باید د خلکو امنیت خوندي کړي."
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د خلکو د اندېښنو په ځواب کې وایي چې دوی دې د امنیت د خوندیتابه په اړه ډاډه واوسي.
د دغه وزارت ویاند عبداالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل: "یو شمېر غله او فرصتطلبه کسان غواړي چې د وېرې فضا جوړه کړي او له لارې یې خپلو موخو ته ورسېږي، خلک دې د خپل امنیت په اړه ډاډه اوسي دا ډول پېښې د نړۍ په سترو هېوادونو کې هم کېږي، خو کومه ستره ستونزه نهشته."
په دې اړه نور:
د کابل شهزاده سرای کې چاودنې '۲۰ تنه' ټپيان کړلد کابل ښار په شهزاده سرای کې چې د کابل د صرافۍ تر ټولو لوی مرکز دی، د تېرې یکشنبې په ورځ تر هغې درې ورځې وروسته بیا پرون چهارشنبه د کابل په پلخشتي جومات کې د لاسي بمونو چاودنې وشوې.
طالبانو د دغو دوو بریدونو د ټپیانو شمېر ۱۶ تنه ښودلی، خو د کابل د ایمرجنسي روغتون د معلوماتو په حواله د شهزاده سرای په برید کې دغه روغتون ته یو وژل شوی او ۵۸ ټپیان او د پلخشتي جومات له پېښې ۱۱ ټپیان وروړل شوي دي.