" له اوکراین سره مرسته وکړئ، افغانستان مه هېروئ"
Your browser doesn’t support HTML5
د ناروي د مهاجرت شورا ویلي، اوس چې لوېدیز هېوادونه د اوکراین سره مرستې ته ورځغلي، باید د افغانستان په شمول نوره نړۍ کې کړکیچونه له یاده ونه باسي. د ناروي د مهاجرت د شورا منشي یان ایګلنډ، د فرانسې خبري اژانس سره مرکه کې له نړیوالو غوښتي، د اوکرایني کډوالو سره د مرستې ترڅنګ دې افغان او سوریايي کډوال هم په پام کې وساتي.
د ښاغلي ایګلنډ د خبرو یوه برخه دلته کتلی شئ.