د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

اوکراین کې د ځینو پوځي فعالیتونو د کمولو په اړه د مسکو پر نوي دریځ د لوېدیځ شک


ارشیف، د روسیې یو شمېر زغروال ټانکونه
ارشیف، د روسیې یو شمېر زغروال ټانکونه

لوېدیځ د مسکو په هغې خبره شک لري چې ویلې یې دي، اوکراین کې په خپله خوښه ځیني پوځي فعالیتونه کموي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي هم ویلي "اوکراینیان ساده خلک نه‌دي" چې د مسکو په دې ژمنو تېر وځي ځکه په خبره‌یې د ماریوپول او نورو سیمو شااوخوا جګړه روانه ده.

د جګړې د کمولو ژمنې او په تړاو یې شکونه داسې مهال راپورته کېږي چې مسکو او کیف پرون استانبول کې د جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې وکړې.

د بریتانیا د پوځي استخباراتو څانګې نن وویل، روسي پوځیان د اوکراین د جګړې په ډګرونو کې تر درنو زیانونو وروسته اړ شوي چې بېرته خپل هېواد یا ګاونډي بلاروس ته ستانه شي.

دوی ویلي، معلومات‌یې ښيي چې ستانه شوي روسي پوځیان په روسیه او بلاروس کې بېرته خپلې لیکې منظموي او د لوجستیک په لارو چارو غور کوي.

د بریتانیا د دفاع وزارت دغه‌راز ویلي، دا ډول فعالیتونه د روسیې لوجستیکي چارې له خنډ سره مخامخوي او د هغو ستونزو څرګندونه کوي چې روسیه‌یې د اوکراین په ځینو سیمو کې د خپلو سرتېرو د بیا ځای پر ځای کولو په برخه کې لري.

استانبول کې د روسیې او اوکراین د مرکچي پلاویو وروستۍ ناسته
استانبول کې د روسیې او اوکراین د مرکچي پلاویو وروستۍ ناسته

دغه وزارت زیاته کړې، ښايي روسیه د جګړې په ډګرونو کې د ماتې خوړلو چاره د توپخانه‌یي او توغندیزو بریدونو په زیاتولو سره جبران کړي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون او د امریکا ولسمشر جو بایډن هم د جګړې کمولو په برخه کې د روسیې په ژمنو شک کړی او ویلې یې دي، دوی عمل ته ګوري نه تشو الفاظو ته.

دا شکونه داسې مهال راپورته کیږي چې د روسیې د دفاع مرستیال وزیر الکساندر فومین بیا په مسکو کې خبریالانو ته ویلي، د باور جوړونې لپاره پرېکړه شوې چې د اوکراین پلازمېنې کیف او شمالي ښار خیرنیهف ته نږدې پوځي فعالیتونه کم کړي.

فومین دا څرګندونې د استانبول له پرونۍ ناستې سره هم‌مهاله کړې دي.

ویل شوي چې دغې غونډه کې اوکراین وړاندیز کړی چې د بهرنیو امنیتي ضمانتونو او دې ډاډ په صورت کې چې روسیه‌یې اروپایي ټولنه کې د غړیتوب مخه نه‌نیسي، له پوځي ټولنو سره نه یوځای کېږي او د بهرنیو سرتېرو کوربه‌توب به نه‌کوي.

د اوکراین مرکچي میخایلو پودوليک پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، خبرې اوکراین ته په غیر مشروط ډول د امنیتي ضمانتونو په ورکړې، اوربند او بشري مرستو ورټولې وې.

د روسیې ستر مرکچي ولادیمیر میدنسکي بیا ویلي، روسي مرکچیان به له مطالعې وروسته ولسمشر پوتین ته یوه طرحه وړاندې کړي.

استانبول کې له روسي پلاوي سره د اوکراین مرکچي پلاوی
استانبول کې له روسي پلاوي سره د اوکراین مرکچي پلاوی

میدنسکي تاس خبري اژانس ته ویلي، تر اوسه د سولې تړون ته د رسېدو لپاره اوږده لاره مخکې پاته ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي هم د روسیې ژمنو ته محتاطانه ځواب ورکړی او ویلې یې دي، اوکراینیان ساده خلک نه‌دي.

زلنسکي ویلي، اوکراینیانو د تېرو ۳۴ ورځو یرغل او دغه‌راز تېرو څه باندې ۸ کلونو کې د دونبس سیمې د جګړې پر مهال دا تجربه کړي چې یوازې عملي نتیجې باندې باور کوي، نه تشو ژمنو باندې.

XS
SM
MD
LG