د اوکراین د بندري ښار ماریوپول د نیولو لپاره او د کیف ښار شااوخوا جګړه داسې مهال دوام لري چې روسیې په اوکراین کې د کیمیاوي وسلو د کارونې احتمال نهدی رد کړی.
د کرملېن یوه ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي، د هستوي وسلو برید هغه مهال شونی دی چې د ده په ټکو د هېواد د موجودیت په وړاندې یې ګواښ رامنځته شي.
د کرملېن دغه دریځ د امریکا د دفاع وزارت غبرګون هم پارولی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین د جګړې له پيل څو ورځې وروسته اعلان وکړ چې د هستوي وسلو ستراتېژیک ځواکونهیې لومړی درجه احضاراتو ته راوستلي دي.
د روسیې دغه اعلان د نړۍ په کچه د خطر زنګ وواهه او وروسته ناټو او د امریکا ولسمشر د همداسې یوه برید د احتمال خبرداری ورکړ.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اوکراین په مهم بندري ښار ماریوپول کې چې څلور لکه نفوس لري، جګړه روانه ده، ښار ویجاړ شوی او زرګونه تنه وژل شوي دي.
پر ماریوپول ښار د روسیې بمباري
له دوو اوونیو راهیسې روسیه هڅه کوي چې په ازوف سمندرګي کې پروت دا لانجمن ښار کلابند او ویېنیسي، خو ځایي سرتېري ورسره مقاومت کوي.
د ماریوپول ښار د شورا مرستیال دیمیترو زاباوین له ازادې اروپا/ ازادي راډیو سره خبرو کې د ماریوپول جنګ جګړه نه، بلکه ترهګري بللې ده.
په ماریوپول کې په مقاومت سربېره د اوکراین دفاع وزارت ویلي چې روسي ځواکونهیې د پلازمېنې کیف له یوې څنډې ماکاریف نه هم په شا تمبولي دي.
که چېرته دا خبر تأیید شي، دا پرمختګونه اوکرایني سرتېرو ته اجازه ورکوي چې د ستراتېژیک کنټرول واګی خپل لاس کې واخلي او د کیف د کلابندۍ لپاره د شمال لوېدیځ له لوري د روسیې هڅې شنډې کړي.
بل لور ته ډیپلوماتان وايي تمه ده چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله به نن پر اوکراین د روسیې د یرغل د غندنې لپاره رایې ورکړي او پر کرملېن به تور ولګوي چې په دې هېواد کې یې یو وېروونکی بشري بحران رامنځته کړی دی.
په دې اړه نور:
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله پر اوکراین د روسیې د یرغل غندنې ته رایې ورکويډیپلوماتان وايي چې د ملګرو ملتونو اعلامیه به پر مسکو غږ وکړي چې خپل ځواکونه له اوکراین څخه وباسي او اجازه دې ورکړي چې بشري مرستې ملکي وګړو ته ورسېږي.