د اوکراین ولسمشر وایي، د ماریوپول په ښار کې د روسیې د بمبارۍ له امله څه نهدي پاتې.
ولاديمير زلنسکي په ورته وخت کې پر مسکو غږ وکړ چې د اوکراین په دې سرحدي جنوبي ښار کې لږ تر لږه یو لک خلکو ته لاره ورکړي چې ووځي.
په ماریوپول کې چارواکي وایي چې خلک خواړه نهلري، دوا خلاصه شوې، برېښنا بنده ده او د څښاک د اوبو ستونزه هم شته.
د چارواکو په وینا د ماریوپول ترڅنګ د خیرسون په ښار کې چې روسي ځواکونو نیولی دی درې لکه کسان خوړو ته سخته اړتیا لري.
د اوکراین ولسمشر پرون د ایټالیا پارلمان ته په انلاین ډول د ماریوپول وضعيت تشرېح کړ او د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتینیې سختې نیوکې وکړې.
ده وويل: "د دې جګړې تیاري د روسیې لهخوا البته په انفرادي ډول د یوه کس له لوري له اوږدې مودې راهیسې روانه وه، له لسیزو راپه دې خوا. دوی ډېرې پیسې د تېلو او ګازو له درکه ترلاسه کړې او دا پیسې یې د جګړې په چمتووالي ولګولې، یوازې د اوکراین د جګړې نه، د دوی هدف اروپا ده. دوی غواړي چې ستاسو پر ژوند ډېر اغېز ولري، ستاسو سیاست کنټرول کړي او ډیموکراسي، بشري حقونه، مساوات، ازادۍ دا ټول سره ورته ارزښتونه چې موږ تاسو یې لرو دا لهمنځه یوسي."
روسیه وایي چې دوی د اوکراین په جګړه کې ملکیان نه په نښه کوي او د ماریوپول استوګنو ته.یې هم د وتلو لار پرانیستې ده، خو په ورته وخت کې روسي ځواکونو د دوشنبې تر سهاره په ماریوپول کې اوکرایني پوځیانو ته خبرداری ورکړی و چې تسلیم شي او دوی به بیا خلکو ته اجازه ورکړي چې ووځي.
روانه اوونۍ پر اوکراین د روسیې د برید میاشت پوره کېږي، تر اوسه د ملګرو ملتونو په وینا تر درې نیم ملیونه ډېر اوکراینیان نورو هېوادونو ته کډوال شوي او په ملیونونو کسان د اوکراین دننه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.