د طالبانو حکومت د لرغونو او تاریخي اثارو پر ساتنه ټینګار کوي.
په هغه نندارتون کې چې د یکشنبې په ورځ له فرهنګي میراثونو څخه د ساتنې د ملي ورځې د نمانځلو په هدف د افغانستان په ملي موزیم کې جوړ شوی و، د طالبانو حکومت چارواکو وویل چې د لرغونو اثارو او فرهنګي میراثونو ساتلو ته ژمن دي.
د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد لرغوني او تاریخي اثار د افغانستان د ملي هویت ښکارندوی وبلل.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه: "هغه اثار چې له پخوا موږ ته پاتې دي، د دغو اثارو ساتل، له مثبتو ټکو څخهیې استفاده او له منفي ټکو څخهیې ځان ساتل زموږ دنده ده او دا به راتلونکو نسلونو ته هم انتقال شي."

د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد
ښاغلی مجاهد وایي چې مس عینک کان ته څېرمه ډېر لرغوني اثار ترلاسه شوي او ډېر ژر به ملي موزیم ته وسپارل شي.
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بل مرستیال سعدالدین سعید وویل چې تر اوسه په ۳۰ مواردو کې د لرغونو او تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
ښاغلی سعید وايي: "د لرغونو اثارو د قاچاق د شااوخوا ۳۰ مواردو قضیې موږ ته رارسېدلي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ترڅنګ د اسلامي امارت ګڼو ادارو یې مخه نیولې. کوم اثار چې لاس ته راغلي، هغه مو ملي موزیم ته چې د فرهنګي اثارو کور او زموږ د ملي هویت ښکارندوی دی، سپارلي دي."
له فرهنګي میراثونو څخه د ساتنې ملي ورځ په داسې حال کې په افغانستان کې نمانځل کېږی چې طالبانو د خپل لومړي ځل واکمنۍ پر مهال، د ۱۳۷۹ کال د حوت میاشتې په ۲۱مه نېټه د بامیانو دوه مجسمې چې یوې ۵۵ متره او بلې یې ۳۵ متره لوړوالی درلود، لهمنځه یوړې.

ارشیف، د بودا مجسمو له نړولو وروسته په سیمه کې یو شمېر پخواني وسلهوال طالبان
یونسکو د دغو لرغونو اثارو لهمنځه وړل فرهنګي قتل عام بللی و.
د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد څه موده مخکې ازادي راډیو ته ویلي و چې د بامیانو بوتان د هغه مهال د محکمې د پرېکړې پر بنسټ ونړول شول.