د سوېس حکومت د طالبانو پلاوي ته په افغانستان کې د نجونو د تعلیم او د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د سوېس د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پاولا سیریسیتي Paola Ceresetti رویټرز خبري اژانس ته پر ایمیل په یوه بیان کې لیکلي، د سوېس حکومت د طالبانو له پلاوي سره په کتنه کې په کابل کې د تښتونو او پر خلکو د انتقامي بریدونو مساله راپورته کړه.
په دې اړه نور: پروانه ابراهیم خېله خوشې شوهمېرمن سیریسیتي زیاتوي، له طالبانو سره همدا راز په سیسټماتیک ډول له تعلیم، سیاست او ټولنیز ژوند څخه د نجونو او ښځو د بې برخې کولو په اړه هم خبرې وشوې او د سوېس حکومت د طالبانو استازو ته وویل چې تمه لري په مارچ میاشت کې به نجونې بېرته ښوونځیو ته ولاړې شي.
د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دا رد کړه چې ګنې د دې پلاوي سفر به د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو معنی ولري او ټینګار یې وکړ چې د ډیالوګ دوام مهم دی.
هغې زیاته کړه چې د سوېس حکومت له هر چا سره خبرې کوي.
سوېس ته په سفر کې د طالبانو د پلاوي مشري د طالبانو د حکومت د روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد کوله.
د روغتیا د نړیوال سازمان 'WHO' مشر ټېډروس ادهانوم ګیبرییسوس چې په روانه اوونۍ کې یې له ښاغلي عباد سره ولیدل له هېوادونو او نړیوالو موسسو یې وغوښتل چې د ډیالوګ له لارې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د طالبانو پلاوی د جنیوا کال په نوم د غیر حکومتي ټولنې په بلنه تېره اوونۍ جنیوا ته ورسېد او د یوې اوونۍ په ترڅ کې یې د سوېس او اروپايي ټولنې، د سره صلیب د نړیوالې کمېټې او نورو مرستندویو موسسو له چارواکو سره خبرې وکړې او پرون یې خپل سفر پای ته ورساوه.
د روانې اوونۍ په سر کې په جنیوا کې د طالبانو د پلاوي د هوټل مخې ته لږ شمېر ښځینه فعالانو اعتراضیه غونډه وکړه او د سوېس د پولیسو ویاند وویل، پرون هم یو شمېر کسانو په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته د طالبانو پر ضد مظاهره وکړه.