ناروې د طالبانو د پلاوي کوربه توب ته چمتووالی نیسي. دا لومړی ځل دی چې پر افغانستان د طالبانو له دوهم ځل واکمنېدو وروسته د یوه اروپايي هېواد له خوا داسې یوه غونډه جوړېږي.
د ناروې د پوځ لوی درستیز ایریک کریستوفرسن پرون جمعه (د سلواغې په لومړۍ) نېټه وویل، دا یوه مثبته خبره ده چې اوسلو په افغانستان کې د خپلو پخوانیو مخالفانو هرکلی کوي.
ښاغلي کریستوفرسن زیاته کړه چې د دې غونډې کوربه توب د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په معنی نه ده، بلکې هدف یې د افغانستان د خلکو ملاتړ دی چې د زیاتو مرستو وړ دي.
په دې اړه نور: اروپايي ټولنه: کابل زموږ د دفتر د پرانیستې هدف پر بشري وضعیت څارنه دهد ناروې لوی درستیز له ناروې ټوډې ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې له طالبانو سره د خبرو ملاتړ کوي، څو د دوی سرپرست حکومت د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخو کې د مسوولیتونو د منلو لپاره هڅه وکړي.
د ناروې غونډه د طالبانو د حکومت او د یو شمېر لویدیځو هېوادونو ترمنځ سبا په اوسلو کې پیلېږي او تمه ده چې تر سې شنبې ورځې به دوام وکړي.
په دې غونډه کې به د طالبانو د حکومت د پلاوي مشري د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کوي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بېګا ازادي راډیو ته وویل، دا پلاوی به نن د ناروې پر لور وخوځېږي او له سبا څخه به د غونډې له ګډونوالو سره لیدنې پیل کړي.
ښاغلي مجاهد د غونډې د اجنډا په اړه وویل: "د افغانستان د کنګل شوېو پیسو د تحریم موضوع چې باید رفع شي، د بشري مرستو او له افغانستان سره د ډپلوماتیکو اړیکو د احیا موضوعات دا ټول په اجنډا کې شامل دي او بحث به پرې کېږي او له اروپایانو او امریکایانو سره به د نظر تبادله کېږي. همدا راز له افغاني شخصیتونو څخه به هم مشورې او نظریات واخیستل شي."
ښاغلي مجاهد په دې اړه چې د طالبانو پلاوی به له کومو شخصیتونو سره وګوري جزییات ورنه کړل.
ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د ناروې او طالبانو پر پلاوو سربېره به د اروپايي ټولنې، متحدو ایالاتونو، بریتانیا، فرانسې، ایټالیا او جرمني استازي هم د اوسلو په غونډه کې ګډون وکړي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انیکین هوتفیلډ د دې غونډې په درشل کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان د روان بشري وضعیت له کبله ډېره اندېښنه لري ځکه د دې په وینا میلیونونه افغانان له یوه بشري ناورین سره مخامخ دي.
په دې اړه نور: ګارډین او سټریټس ټایمز: طالب پلاوی د خبرو لپاره ناروې ته ځينوموړې زیاتوي چې غواړي د ناروې د حکومت او لویدیځ روښانه غوښتنې، په تېره د بشري حقونو او د نجونو د تعلیم په برخو کې طالبانو ته ورسوي.
له پنځو میاشتو زیاته موده کېږي چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي خو تراوسه هېڅ هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
بشري حقونو، په تېره د ښځو حقونو ته درناوی او نجونو او ښځو ته د کار او زده کړو اجازه، د یوه ټولشموله حکومت جوړول او له نړیوالو تروریستي ډلو سره د اړیکو پرې کول له طالبانو سره د تعامل لپاره د نړیوالې ټولنې اساسي او مهم شرایط بلل کېږي.
په دې اړه نور: شکریه بارکزۍ: طالبان لا هم اوږد مزل په مخکې لري، څو نړۍ ورسره تعامل وکړيله دې مخکې بېلابېلو هېوادونو ویلي چې د افغانستان لپاره راټوله شوې بسپنه به د طالبانو حکومت ته ورنه کړي بلکې د نړیوالو خیریه ټولنو له لارې به یې اړو کسانو ته ورسوي.
د افغانستان د وضعیت په اړه د اوسلو غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې اروپايي ټولنې د سې شنبې په ورځ له افغانستان سره د څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړ.
اروپايي ټولنې ویلي دي چې دا پیسې به د ملګرو ملتونو د دوو اړوندو ادارو- د خوړو د نړیوال پروګرام او د روغتیا د نړیوال سازمان له لارې ولګول شي.