د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

طالب حکومت لا په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی خو دوی خپله بهرنۍ تګلاره بریالۍ بولي


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر يې وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې د پام وړ لاسته رواړنې یې درلودې.

امیرخان متقي تېره ورځ ناوخته په کابل کې د حکومت ویاندویانو ته په یوې جوړې شوې غونډې کې ویلي چې اوس مهال له ډېرو هېوادونو سره د دوی اړېکې نورمال حالت ته اوښتې دي.

اوس مهال له ډېرو هېوادونو سره د دوی اړېکې نورمال حالت ته اوښتې دي.

د هغه په وینا یو شمېر هېوادونو په کابل کې د خپلو سفارتونو د بېرته پرانیستلو ژمنه کړې ده.

دی وايي: "د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې چې زموږ سفارتونه دي له هغو سره زموږ اړیکې نورمال حالت کې دي، هغوی ته هدایات ورکوو، ګڼو هېوادونو ته مو ډپلوماټان لیږلي دي او دا سلسه روانه ده، دا ټولې لاسته راوړنې دي، اوس موږ په ډېرو هېوادونو کې ډپلوماټان ګمارلي دي او رسمي راشه درشه لرو."

خو ښاغلي متقي د هغه هېوادونو نومونه وانه خېستل چې دوی ورته خپل ډپلوماټان استولي دي.

په دې اړه د نورو معلوماتو لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هم د ازادي راډیو اړیکه ځواب نه کړه.

له دې وړاندې راپورونه خپاره شوي چې د طالبانو حکومت یوازې ګاونډي پاکستان ته خپل ډپلوماټان استولي دي.

ښاغلي متقي په دې غونډه کې د کوم ځانګړي هېواد نوم وانه‌خېست، خو ويې ویل چې اوس مهال د ډېرو هېوادونو سفارتونه په افغانستان کې فعال دي او خپلې چارې پرمخ بیايي.

د هغه په خبره، د ګڼو هېوادونو ډپلوماټان افغانستان ته تګ راتګ کوي او دا خپله د رسمیت پېژندلو لپاره یو پیل دی.

د نوموړي په خبره، د طالبانو حکومت اوس مهال یو شمېر هېوادونو ته ډپلوماټان استولي دي او دغه چاره روانه ده، خو په ناروې کې پخوانۍ افغانه سفیره شکریه بارکزۍ بیا وايي، د یوې بریالۍ بهرنۍ پالیسي دعوه هغه مهال کېدای شي چې حکومت يې نړیوالو په رسمیت پېژندلی وي.

دا وايي، له وخت مخکې ده چې د طالبانو د بهرنۍ پالیسي د بریالیتوب په اړه بحث وشي: "طالبان خپل بهرنۍ سیاست بریالی بولي، خو له بده مرغه د یو نظام او حکومت په توګه د نړۍ هېڅ هېواد له طالبانو سره رسمي او ډپلوماټیکې اړیکې نه لري، زه فکر کوم دا به له وخته ډېر مخکې وي چې طالبان د خپل بهرني سیاست ارزونه وکړي."

په ناروې کې پخوانۍ افغانه سفیره شکریه بارکزۍ وايي، دا به له وخته مخکې وي چې طالبان د بهرنۍ پالیسي د بریالیتوب په اړه بحث وکړي.
په ناروې کې پخوانۍ افغانه سفیره شکریه بارکزۍ وايي، دا به له وخته مخکې وي چې طالبان د بهرنۍ پالیسي د بریالیتوب په اړه بحث وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د رسمیت پېژندلو برخه کې د پرمختګ خبره کوي چې له دې وړاندې د کابل یو شمېر ښځینه اوسېدونکو د لاریونونو پر مهال له نړیوالو غوښتنه کړې چې د طالبانو حکومت باید په رسمیت ونه پېژني.

دوی دا لاریونونه د طالبانو د حکومت له خوا له نجونو او ښځو، د زده کړو او کار د حقونو له اخیستلو او نورو برخو کې پرې د لګول شوېو محدویتونو له امله کړي دي.

که څه هم د طالبانو له لوري د دغه ډول ډېری لاریونونو مخه هم نیول شوې ده.

له بلې خوا بیا نړیوالو تل ټینګار کړی چې ترهغې طالبان د ټول ګډون حکومت د جوړولو، د بشر حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو حقونو ته د درناوي، نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار د اجازې ورکولو او له ترهګرو ډلو سره د پرېکون شرطونه پوره نه کړي، دوی به یې په رسمیت ونه پيژني.

هغه شرطونه چې د طالبانو حکومت وايي، ځینې يې پوره کړي او د نورو د پوره کېدو لپاره يې کار کوي.

XS
SM
MD
LG