نن سلمه ورځ ده چې له یو څو محدودو ولایتونو پرته په نور افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړل شوې.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د یوه ښوونځي پخوانۍ مدیره قمر نیازۍ چې اوس د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوي وايي، د طالبانو دغه بندیز زیاتې نجونې چې اوس پر کورونو ناستې دي، نههیلي کړي دي.
اغلې نیازۍ زیاتوي: "بېخي زیاتې متاثره دي. داسې خواتورې دي. داسې حالت لري چې د بیان وړ نه دي. ځکه زموږ په سیمه کې له اووم څخه تر دوولسم پورې یوه زده کوونکې هم ښوونځي ته نه ده تللې. استادان یې هم ښوونځیو ته نه ځي."
هلمند د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې تېرو ۲۰ کلونو کې د طالبانو له وېرې په زرګونو ماشومان په کې له زده کړو محروم پاتې دي او هغو کسانو چې خپل تعلیم ته یې دوام ورکاوه، د سر خطر یې پر ځان منلی و.
په دې اړه نور: زده کوونکې: ځینو ولایتونو کې تدریسي بهیر روان خو کندهار کې اجازه نه ورکول کېږيد ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونېسف اجرایه مرستیال عمر عبدي په تلې/ میزان میاشت کې کابل ته د سفر پر مهال ویلي و، طالبان به داسې یو چوکاټ اعلان کړي چې له مخې به یې ټولو نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړل شي.
د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو ته ویلي، دوی پر یوه طرزالعمل کار کوي چې له مخې یې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.
له دغو خبرو میاشتې اوړي، خو د طالبانو د طرزالعمل د ترتیب او د دوی په دریځ کې د کوم بدلون څرک نه تر سترګو کېږي.
د نوبل د سولې جایزې د ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزي پرون شنبه (د مرغومې ۴مه) په یوه ټویټ کې ویلي: "که طالبان د نړیوالې ټولنې او دولتونو له خوا په رسمیت هم وپېژندل شي او بندیزونه لېرې شي، تر هغو چې ښځې وروسته پاتې او نجونې د تعلیم اجازه ونه لري افغانستان نه شي کولی بریالي وي او پرمختګ وکړي."
مطیع الله ویسا چې له کلونو راهیسې د قلم لار ټولنې په مرسته په افغانستان کې د تعلیم د ودې لپاره کمپاین کوي وايي، دوی په بېلابېلو ولسوالیو کې کمپاین کړی او دا لړۍ اوس هم روانه ده.
ښاغلي ویسا د نجونو د تعلیم په اړه د خلکو او خپلې ټولنې غوښتنه بیا تکرار کړه: "له طالبانو او نړیوالو زموږ او ولس غوښتنه همدا ده چې نجونو ته اجازه ورکړل شي چې ښوونځیو او پوهنتونو ته لاړې شي چې هر افغان ماشوم د افغانستان په هره برخه کې درس ته لاسرسی ولري. په هغو سیمو کې چې ۲۰ کاله جګړه روانه وه او ښوونځي نه وو، هغو سیمو ته دې پام وشي او هلته دې نوي ښوونځي پرانیستل شي. ښوونځي دې د ماشومانو او نجونو پرمخ نه تړل کېږي، بلکې نور ښوونځي دې هم ورته جوړ شي، چې افغانستان هم له نورو هېوادونو او ولسونو سره سیال شي."
د بښنې نړیوال سازمان تېره میاشت په یوه اعلامیه کې وویل، له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو محرومې شوي، د ګڼو ادارو ښځینه کار کوونکې پر کور کښېنول شوي او له دوی ګڼې ازادۍ سلبې شوې دي.
دغه سازمان ویلي، که څه هم افغانستان تېر ۲۰ کاله له جګړو سره مخ و، خو د ښځو په برخه کې یې د پام وړ لاسته راوړنې هم درلودې.
د طالبانو یوه ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي: "موږ ژمن یو چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې مېرمنو او نجونو ته د زده کړو او کار کولو زمینه مساعده کړو خو د طرز العمل لپاره لږ وخت ته اړتیا ده، څو دغه برنامه په سم دول عملي شي."
ښاغلي مجاهد ونه ویل چې دغه طرزالعمل به څومره وخت ونیسي، خو په ټولنیزو شبکو کې د نجونو د تعلیم د فعالانو له څرګندونو داسې ښکاري چې د دوی د صبر کاسه نوره ډکه شوې ده.