په افغانستان کې د لوږې له امله د سلګونه زره کسانو ژوند ته د ګواښونو په اړه د اندېښونو دوام، تازه د بریتانیا دوه خیریه بنسټونو ویلي چې دغه هېواد کې د ژمي پر مهال د یو میلیون ماشومانو په ګډون د سلګونو زره کسانو ژوند ته ګواښ پېښ دی.
که څه هم طالبانو ویلي چې د ستونزه کچه په هغه اندازه نه ده څومره چې ورته تبیلغات کېږي، خو د بریتانیا دوه خیریه بنسټونو اکشن اېډ او ډي اي سي ویلي چې په را روانو درېیو میاشتو کې ښايي د افغانستان نیمايي وګړي چې څه باندې ۲۲ میلیونه کسان کېږي، له سختې لوږې سره مخامخ شي.
په دې اړه نور: بریتانیا: ۳ میاشتو کې به ۲۲ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ شيدغه ادارو له مرستندویو هېوادونو غوښتنه کړې چې له دغو اړو افغانانو سره د خوړو او اساسي موادو په برابرولو کې د مرستې لپاره بسپنه ورکړي.
خو د طالبانو حکومت ډاډ ورکوي چې د بشري ګواښونو پر وړاندې چمتوالی لري او دولتي ګودامونه له غنمو ډک دي.
د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل: "همدا اوس په بازارونو کې هر څه پرېمانه دي، د هېڅ شي کمښت نشته، مرستې هم روانې دي، د مرستو ژمنې هم شوي دي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د مرستو ویش هم پیل شوی دی، خپله امارات هم لویې زېرمې لري، زرګونه ټنه غنم او نور خوراکي مواد په کې شته چې وېش يې په پلان کې دی."
له دې وړاندې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف هم ویلي چې د ژمي پرمهال د افغان ماشومانو په لاسنیوي کې ځنډ، ښايي د ډېرو ماشومانو د مړینې لامل شي.
په دې اړه نور: یونېسف: افغان ماشومان اوس تر بل هر وخت زیات مرستو ته اړ ديپر افغانستان د طالبانو له دوهم ځل واکمنۍ را ورسته د بې کارۍ او بې وزلۍ کچه اوج ته رسېدلې ده، میلیونونه انسان بې کاره شوي او د دې هېواد بانکي سیستم لاهم ستونزو سره مخ دی.
که څه هم د طالبانو د حکومت د ویاند په خبره چې له بېلابېلو هېوادونو بشري مرستې دغه هېواد ته رسېدلي، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیر خان متقي د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي کنفرانس د غړو هېوادونو غونډې ته وویل: "اوسمهال په بېړني ډول په مرستو کې د توکو پرځای، نغدو پیسو ته اړتیا لرو، څو د افغانۍ ارزښت وساتل شي او هم پرې خپلې اړتیاوې پوره کړي."
په دې اړه نور: د 'او.ای.سي' غونډه؛ طالبان: مرستو کې د توکو پرځای، نغدو پیسو ته اړتیا لرو پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره پر افغانستان بهرنۍ مرستې ودرېدې میلیارډنه ډالره پانګه یې کنګل کړل شوه چې ورسره د دغه هېواد اقتصادي وضعیت له جدي ستونزو سره مخ شو.
نن په کابل کې سلګونه کسانو د یو لاریون پر مهال له امریکا غوښتنه وکړه چې د افغانانو کنګل شوي شتمني ازاده کړي.
لایون کوونکو ګواښ وکړ چې بې وزله او فقیر افغانستان نړۍ ته په ستر ګواښ بدلیدلای شي او امریکا دې د فقر ځپلي افغانانو ملي شتمني نه برمته کوي.
په دې اړه نور: کابل کې لاریون: امریکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړيد لاریون یو تن تنظیمونکي شفیق الله ازادي راډيو ته وویل: "په ټولو بشرپالو بنسټونو مو هم غږ وکړو چې هر څومره ژر باید امریکا د افغانستان کنګل شوي شتمني ازاده کړي، په دې اړه زموږ لاریونونه دوام هم پیدا کوي، ځکه دا پیسې نه د پخواني او نه هم د اوسني حاکمیت پیسې دي، بلکې دا د خلکو پیسې دي، د افغان سوداګرو پیسې دي چې کنګل کېدو يې په دې هېواد کې فقر او بې وزلي زیاته کړې ده."
لاریون کوونکو دا شان د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې باید خلکو ته کاري زمینې رامنځته کړي او دې هېواد کې د اقتصادي او بشري ناروین د رامنځته کېدو مخه ونیسي.
طالبانو هم په وار-وار د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه کړې ده، خو د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وروستۍ ځل په دې اړه ویلي وه، یو شمېر دلایل شته چې ولې دا زېرمې د لاسرسي وړ نه دي.
د نوموړې په خبره دا یوه ډېره پېچلې موضوع ده او دوی په تلپاتې توګه له خپلو شریکانو او متحدانو سره په همغږۍ او همفکرۍ په دې اړه بحث کوي.
د سپینې ماڼۍ ویانده ۳ دلایل یادوي چې په خبره یې، مهم دي او بابیزه نه شي ګڼل کېدای. هغه چې د افغانستان بانکي زېرمې ته یې د طالبانو لاسرسی محدود کړی.
په دې اړه نور: سپینه ماڼۍ:۳ دلایلو د افغانستان بانکي زېرمو ته د طالبانو لاسرسی محدود کړیجین ساکي وايي، د سېپټمبر د یوولسمې د پېښې د قربانیانو د کورنیو قضايي دعوه چې غوښتنه یې کړې دا پیسې دې پر دوی ووېشل شي، یوه مهمه موضوع ده او له پامه نه شي غورځول کېدای.
دویم د امریکا لهخوا لا هم طالبان د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي او تر خوا یې د دوی یو شمېر مشران لا هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور نوملړ کې دي.
او درېیم متحده ایالاتو لا هم په دې اړه کره ځواب نه دی تر لاسه کړی چې څه ډول د افغانستان بانکي زېرمه نېغ په نېغه د افغانانو د ګټو لپاره وکارول شي او طالبان ترې د ځان په ګټه استفاده و نه کړي.