غور کې لس زره ماشومان خوار ځواکه دي چې ١٧٠ يې مړه شوي

Your browser doesn’t support HTML5

لسګونه خوارځواکي ماشومان دا مهال د غور د فیروزکوه ښار مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

ځایي چارواکي وايي چې دغلته د روان کال له پیل راهیسې تر لسو زرو ډېر ماشومان په خوار ځواکۍ اخته شوي چې تر ١٧٠ زيات يې مړه شوي دي.

د بې وزلۍ په زیاتېدو چې وچکالي او د اقتصادی فعالیتونو بندېدل یې اصلي لاملونه دي، وېره ده چې په غور ولایت کې به په خوار ځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر تر دې هم زيات شي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې نږدې یو میلیون ماشومان د سختې خوار ځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

بشپړ ویډیويي راپور ددې تړوني په کېکاږلو سره وګورئ: