د روسیې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه څو د پام وړ ټکي

د روسیې د ولسي جرګې انتخاباتو کې د رأی ورکونې بهیر

په روسیه کې پر اپوزېسیون د پراخ بندیز او له انتخاباتو څخه د پیاوړو سیالانو له ایستلو وروسته، د پوتین ملاتړ لرونکی ګوند وتوانېد چې د روسیې ولسي جرګه کې خپل اکثریت وساتي.

د ازادي راډیو خبر څانګې د روسیې د دوما (ولسي جرګې) انتخاباتو کې څو د پام وړ مهمې مسئلې یادې کړي.

لومړی څه چې د روسیې د انتخاباتو په اړه پرې پوهېدل مهم دي، دا دي چې دا انتخابات ډېر په غور له اوله تنظیم شوي وو، هغه داسې چې اپوزېسیون کاندیدان تر ډېره له کاندیدېدو منعه شوي وو او د حکومت پر مخالفانو سخت بندیزونه لګول شوي وو.

د انتخاباتو د لومړنیو پایلو له مخې چې د روسیې په ۱۱ زونونو کې د رأی ورکولو د مرکزونو له تړل کېدو وروسته د یکشنبې په ورځ خپرې شوې، د متحدې روسیې ګوند چې ولسمشر ویلادیمیر پوتین‌یې ملاتړ کړی، د روسیې په دوما یا ولسي جرګه کې خپل اکثریت ساتلی دی.

دا پر دې سربېره ده چې د دې ګوند رایې د ۵۴ سلنې څخه چې د ۲۰۱۶ م کال انتخاباتو کې یې ګټلې وې کمې شوې دي، همدارنګه دوه لسیزې مخکې د متحدې روسیې د ګوند د رامنځته کیدو راهیسې د دې ګوند شهرت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی دی.

د روسیې د ولسي جرګې د انتخاباتو د رایو د شمېرنې بهیر

تر انتخاباتو مخکې، د اپوزېسیون او خپلواکو ټولو واقعي کاندیدانو څخه تقریباً ډګر پاک شوی و.

د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان چې د نړۍ د انتخاباتو د څار یو مهم سازمان دی څارونکي یې د انتخاباتو د څار لپاره نه‌وو موجود.

د روسیې د دوما یا ولسي جرګې د ګډوډیو سره د ملو انتخاباتو په اړه په دې څو ټکو پوهېدل په‌کار دي.

  • ګټونکي

د متحدې روسیې ګوند چې پوتین‌یې ملاتړ کوي، تر دې انتخاباتو مخکې له ستونزو سره مخ و. د دې ګوند د تأیید کچه د میاشتو راهیسې ښکته روانه وه. د دې یو مهم سبب د اپوزېسیون د بندي مشر الکسي ناوالنۍ د ټیم له‌خوا د دې ګوند د غړو د اداري فساد رسوایۍ وې.

ناوالنۍ د دې ګوند لپاره نږدې لسیزه وړاندې د "جنایتکارو او غلو د ګوند" اصطلاح وکاروله.

خو د ناوالنۍ د خوځښت او په روسیه کې د اپوزېسیون د پراخې ځپنې او له انتخاباتو څخه‌یې د پیاوړو کاندیدانو د ایستلو پایله دا شوه چې اوس د متحدې روسیې ګوند د روسیې د ولسي جرګې یا دوما د اکثریت د ترلاسه کولو په درشل کې دی.

د روسیې د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالنۍ

دا همدارنګه د ولسمشر پوتین لپاره هم بریا ګڼل کېږي څوک چې د خپلو ملاتړو څخه پر یو ډک پارلمان تکیه دی څو پرې د تېر کال د مشکوکې ټولپوښتنې په څېر چې د پوتین د واک موده‌یې وغځوله خپلې طرحې تصویب کړي.

  • بایلونکي

دا د روسیې د اپوزېسیون لپاره په ستغ او پېچومي مبارزه وه. هغه اپوزېسیون چې په ټوله روسیه کې د ډله‌ییز توقیف او د مخکښو غړو پر ضد یې د جنايي دوسیو د جوړېدو سره مخ دی.

د روسیې د اپوزېسیون مهم مشر ناوالنۍ د فبرورۍ میاشتې راهیسې زندان کې دی. د هغه ټول لوړپوړي همکاران وروسته له هغې له روسیې تښتېدلي چې د جون په میاشت کې د روسیې حکومت د ناوالنۍ شبکه "افراطي سازمان" او غیرې قانوني اعلان کړه.

د انتخاباتو پر پایلو د اغېز لپاره د اپوزېسیون لویه هیله د ځیرکو رأی ورکولو په اړه د ناوالنۍ ستراتېژي وه. د دې ستراتېژۍ له مخې د اپوزېسیون ملاتړو ته لارښوونه کېدله چې د هغو کاندیدانو ملاتړ وکړي چې کولای شي په بېلابېلو انتخاباتي حوزو کې د متحدې روسیې ګوند ته ماتې ورکړي.

د روسیې د ولسي جرګې انتخاباتو کې د رأی ورکونې بهیر

تېر کال ځیرک رأی ورکول په اېمېل، ټولنیزو رسنیو او مخامخ بڼه تبلیغېدل. سږکال د ناوالنۍ ټیم د دې چارې لپاره د عالي ټکنالوژۍ یو ډاونلوډ کېدونکی اپلېکېشن جوړ کړ، خو د سپټمبر د ۱۷مې نېټې راهیسې ګوکل او اپل چې دواړه د ټکنالوژۍ مخکښ شرکتونه دي، په خپلو اپ سټورونو کې ظاهراً د کرملېن د فشار له کبله دا اپلېکېشن بند کړ.

همدارنګه یوټیوب چې دا هم ګوګل پورې تړلی دی د ناوالنۍ د ډلې یوه مهمه وېډیو چې په‌کې یې د ځیرکو رایو ورکولو لارښوونه کوله، لیرې کړه. د ټلګرام شبکې هم ورته اقدام وکړ.

د ناوالنۍ یو همکار ایوان ژدانوف د امریکا د ټکنالوژۍ د کپمنیو دا ګام شرموونکی او سیاسي سانسور وباله.

  • په انتخاباتو کې جعل او درغلي

یو لسیزه مخکې د روسیې د ولسي جرګې یا دوما په انتخاباتو کې پراخې درغلۍ د دې سبب شوې چې مسکو کې د حکومت ضد ستر اعتراضونه وشي او همدې اعتراضونو د روسیې په اپوزېسیون کې د ناوالنۍ په څېر مشر د دې هېواد په ملي کچه راپورته کړ.

په ګاونډي بلاروس کې هم د تېر کال په اګسټ کې په انتخاباتو کې د څرګندو درغلیو شواهدو داسې اعتراضونه وپارول چې نږدې و د دې هېواد د دیکتاتور الکساندر لوکاشینکا واک پای ته ورسوي.

(ښی-کین) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بلاروس رژیم مشر الکساندر لوکاشینکا

کرملېن نه‌غوښتل چې له دې سناریوګانو یوه هم روسیه کې تکرار شي.

تر انتخاباتو مخکې ډېرو شنونکو وړاندوینه کوله چې چارواکي به هڅه وکړي چې د انتخاباتو په ورځو کې د څرګندو سرغړاویو کچه تر ټولو راکمه کړي.

په انتخاباتي مبارزو کې له ګډون څخه د اپوزېسیون د کاندیدانو منعه کول او د ناوالنۍ د ځیرکو رایو د اپلېکېشن بندول د څارونکو په باور د دې سبب شول چې په انتخاباتو کې جعل او درغلیو ته اړتیا پېښه نه‌شي، خو دې کار ورنه‌کړ.

په روسیه کې ټولنیزې رسنۍ له هغه تصویرونو ډکې دي چې په څرګنده د روسیې په بېلابېلو برخو کې د رایو د صندوقونو ډکول ښيي.

نو له دې ښکاري چې د روسیې دا انتخابات په هغه نوې بڼه انتخابات نه‌و چې د درغلیو شواهد په‌کې کم واوسي.

د روسیې د انتخاباتو مرکزي کمېسیون کې د ولسي جرګې یا دوما د انتخاباتو پایلې

  • ایا د ۲۰۲۴ کال لپاره یوه تجربه وه؟

که څه هم د کرملېن لپاره د روسیې په دوما یا ولسي جرګه کې د اکثریت یا غوڅ اکثریت ترلاسه کول لومړیتوب دی، خو په وړاندې یې لوی ازمون له اوس درې کاله وروسته په ۲۰۲۴ م کال کې دی.

دا هغه وخت دی چې په‌کې د پوتین د ولسمشرۍ اوسنۍ دوره پای ته رسیږي.

اوس دا یوه پرانیستې پوښتنه ده چې ایا هغه به د ولسمشرۍ د بلې دورې لپاره ځان کاندید کړي، هغه چې د متحدې روسیې د ګوند اکثریت لرونکې د روسیې ولسي جرګې (دوما) ورته تېر کال لاره پرانیسته.

پوتین چې په تېرو ۲۴ کلونو کې یې په روسیه کې د ولسمشر یا صدراعظم په توګه واک درلود، په ۲۰۲۴ م کال کې به ۷۱ کلن وي او د روسیې د اوسنیو قوانینو له مخې بیا هم کولای شي چې ځان د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید کړي.